1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو د سياليو د روان بهير څخه عام وګړي نا راضه دي

۱۳۸۸ مرداد ۱۴, چهارشنبه

د ټاكنيزو سياليو له بهير څخه د افغانستان عام وګړي ، روڼ آندي او سياسي او ټولنيز كارپوهان خوښ ندي او د سيالۍ په څرنګوالي كوټلي نيوكې لري...

https://p.dw.com/p/J3rm
د دې پرځاى چې د نوماندانو لخوا خلكو ته كاري پروګرامونه وړاندې شي دوى په دې هڅه كې دي چې خلكو ته د بډو په وركولو سره هغوى تر خپل شا ودروي.
د دې پرځاى چې د نوماندانو لخوا خلكو ته كاري پروګرامونه وړاندې شي دوى په دې هڅه كې دي چې خلكو ته د بډو په وركولو سره هغوى تر خپل شا ودروي.انځور: AP

د افغانستان د 1388 كال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د نوماندانو تر منځ ټاكنيزې سيالۍ چې د غبرګولي د مياشتې له 26 نيټې څخه پيل شوي . د ټاكنيزو سياليو بهير د نوماندانو د مالي امكاناتو ، وګړنيز ملاتړ او كاري پروګرامونو له اړخه ډير توپير سره لري .

د افغانستان خلك له عامو وګړو څخه نيولى تر روڼ آندو او سياسي كارپوهانو پورې د ټاكنيزو سياليو له روان بهير څخه خوښ ندي . د كابل ولايت اوسيدونكى حاجي امان خان وايي چې : هغه نوماندان چې ډيرې پيسې لري توانيدلي چې د ټاكنيزو سياليو په بهير كې ښه وځليږي او هغه نوماندان چې پيسې نلري څوك يې نه پيژني .

د لوګر ولايت اوسيدونكى سعادت خان د ټاكنيزو سياليو بهير د تائيد وړ نه بولي اوله خلكو څخه غواړي چې پيسو پسې ولاړ نشي .

ملنګ چې دكابل ولايت اوسيدونكى دى د نوماندانو په زياتې شميرې نيوكه كوي او وايې چې : افغانستان يو جنګ ځپلى هيواد دى او په داسې ټولنه كې د نوماندانو د زياتې شميرې شتون د هيواد په خير ندى او هيله څرګندوي چې دوى دې سره يو شي او درې څلور نوماندان دې خپلو منځو كې سيالي وكړي .

د كابل ښار يو بل تن اوسيدونكى حاجي دوا جان وايي چې : يو شمير نوماندان د دې پرځاى چې خپلو منځو كې ټاكنيزې سيالۍ وكړي دوى په دښمني لګيا دي او دغه كسان د افغانستان د ورانولو په فكر كې دي .

سياسي كارپوه حيات الله پياوړى د ټاكنيزو سياليو په هكله وايي چې : د دې پرځاى چې د نوماندانو لخوا خلكو ته كاري پروګرامونه اوبرنامې وړاندې شي دوى په دې هڅه كې دي چې خلكو ته د بډو په وركولو سره هغوى تر خپل شا ودروي ، دغه شمير نوماندان د پيسو اومالي لګښتونو له لارې خپل كمپاينونه پرمخ بيايي چې دغه بهير پر نورو ستونزو سربيره ټاكنيزې سيالۍ يې پر منفي لور خوځولى .

د يادونې وړ ده چې د يو شمير نوماندانو د ټاكنيزو سياليو د ډلو لخوا په تيرو څو اونيو کي يو پربل وسله وال بريدونه شوي چې له امله يې مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې ده . خلك هيله مند دي چې ټاكنيزې سيالۍ دې پرته له تاوتريخوالي څخه په يوې سوله ايزې فضا كې تر سره شي .

برى پال

کتونکی. زيارمل