1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو د وروستيو پايلو تر اعلان مخکی نړیوالوي ډیپلوماتي هڅي

۱۳۸۸ مهر ۲۶, یکشنبه

نړيوال ديپلوماتان هڅه کوي چي د افغانستان د روان سياسي کړکيچ په حل کي منځګړيتوب وکړي. د فرانسي د بهرنيو چارو وزير، برنارد کوشنر له پرون ورځي راهيسي په کابل کي دي...

https://p.dw.com/p/K9Mr
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير برنارد کوشنر
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير برنارد کوشنرانځور: AP

د افغانستان د ولس مشری ټاکني دوه مياشتي مخکي سرته ورسيدي، خو پايلي يي لا تراوسه نه دي اعلان شوي. په پام کي ؤ چي پرون د شکايتونو د اوريدو کميسيون خپل نتايج د ټاکنو خپلواک کميسيون ته سپارلي وای او د ټاکنو وروستي نتايج اعلان شوي وای چي څوک د افغانستان راتلونکی ولسمشر دی او يا هيڅ يو کانديد هم د دي هيواد د اساسي قانون له مخي د مشري لپاره د ټاکنو نصاب نه دي پوره کړي او بايد په يو دوهم بړاو کي د دوو کانديدانو تر منځ چي تر نورو ټولو يي زياتي رايی ترلاسه کړي، له سره ټاکني وشي.

د ديپلوماتي کړيو د معلوماتو له مخي واکمن ولسمشر حامد کرزﺉ له دي سر مخالف دی چي د ټاکنو هغه ډول يو پايله اعلان شی چي هغه ته د مطلق اکثريت راييو له منلو ډه ډه کوي. د ټاکنو د خپلواک کميسيون د لومړنيو نتايجو له مخي، کرزي په سلو کي 54.6 اود هغه ستر سيال د بهرنيو چارو پخواني وزير، عبدالله عبدالله په سلو کي 28 رايي ګټلي دي.

خو د واشنګتن پست او او نيويارک تايمز د ورځپانو د رپوټونو له مخی چی د افغانستان دشکايتونو د اوريدو د کميسيون د سر چينو په حواله يي خپاره کړي دي، کرزي په سلو کي د 47 تر 48 رايي ترلاسه کړي، هغه يوه فيصدي چي د ولس مشر کيدو لپاره بسيا نه کوي او د قانون له مخي ټاکني بايد يو دوهم پړاو ته واچول شي.

د ياغيانو په مقابل کي د خونړي جګړي سر بيره افغانستان له يو سخت سياسي کړکيچ سره مخامخ دي. له کابل څخه رارسيدلي رپوتونه وايي چي نړيوال ديپلوماتان هڅه کوي چي د افغانستان د روان سياسي کړکيچ په حل کي منځګړيتوب وکړي. د فرانسي د بهرنيو چارو وزير، برنارد کوشنر له پرون ورځي راهيسي په کابل کي دي. هغه، د خپلي وينا له مخي، «هڅه کوي چي د ولسي مشري دواړه سيالان خپلو ژمنو او مسووليتونو ته متوجه کړي» او د يوي سياسي روغي جوړي لپاره يو بل سره خبرو اترو ته کښيني:

«په دي کي شک نه شته چي اوس يو ځانګړي کړکيچ رامنځ ته شوي، مونږ غواړو پوه شو جي ولي دا ممکنه نه ده چي يوي روغي جوړي ته ورسيږو، يا له ټاکنو وروسته يو بله لاره چارو پيدا کړو. خو د دي کار لپاره سړي بايد په ګډه کار وکړي.»

کوشنر له کرزي او عبدالله سره له ليدنو کتنو وروسته نن وويل پرته له يو بل سره د همکاري بله چاره نه شته، دا هغه څه دي، د کوشنر د خپلي وينا له مخي چي « لږ ترلږه دو يي بايد وکړي.»

همدا راز د ملګرو ملتو عمومي عمومي منشي بان کي مون، د بريتانيا لومړي وزير ګوردان براون او د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلينتن هم له دواړو سيالانو سره د جمعي په ورځ تيلفوني خبري وکړي او له هغوي څخه يي د افغانستان د سياسي کړکيچ د پاي ته رسولو لپاره غوستنه وکړه. کلينتن د افغانستان د ټاکنو ستونزو ته په اشاري سره وويل:

«مونږ رښتنيي ټاکني درلودلي ، له دي څخه هم انکار نه شي کيداي چي په هغه کي ځيني بي نظمي شوي دي. اوس د دغو بي نظميو پلټنه وشوه. د ټولو ستونزو سره سره د افغانستان ټاکني د ستاینی وړ دي او اوس پوهيږو چي دوه تر نورو زياتي رايي لري يعني جمهو ر ريس کرزي او عبدالله عبدالله.»

خو داسي ښکاري چي کرزي تر اوسه پوري چمتو شوي نه وی چي د شکايتونو د اوريدو د کميسيون موندل شوي درغلي ومني. هغه د ټاکنو په نتايجو کي د بهرنيانو د لاس وهني خبره کوي.

په عين وخت کي د امريکا متحده ايالاتو د کانګرس د بهرني چارو د کميتي مشر سناتور جان کيري چي هغه هم په کابل کي دي ويلي دي چي تر هغه پوري چي په کابل کي سياسي کړکيچ او د راتلونکي مشري موضوع حل شوي نه وي، واشنګتن دي د افغانستان نوي ستراتيزي نه وړاندي کوي.

RS/ BBC/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل