1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو د پايلو ځنډ او پر خلکو باندي يې اغېز

حسين سيرت۱۳۹۳ مرداد ۱۹, یکشنبه

د انتخاباتو اوږده پروسه او د افغانستان نا معلومه راتلونکي عادي افغانان ډير په تنگ کړي دي. د دغه هيواد په هره څنډه کي چي له عامو وگړو سره سړی وږغيږي د بې کارۍ، لوړو بيو او فقر څخه شکايت کوي.

https://p.dw.com/p/1Cs8T
انځور: dapd

په کابل کي هغو دوکاندارانو چي د ورځي به يې تر نزدې پنځوس زرو افغانيو پوري سودا کېدله اوس وايي چي ټوله ورځ يې په يوه خريدار پسي سترگي ووتلې.

د کابل د څلرمي کارتې په عصر مارکېټ کي يو دوکاندار چي خپل ځان همايون ښيي وايي، له هغه وروسته چي ټاکني جنجالي سوې، خلک د راتلونکي په اړه نااميده سوه او نه پوهيږي چي څه وکړي.

هغه وايي اوس خلک خپل شپه او ورځ تيروي او څوک د رانيولو په فکر که نه دي: «که موږ تر انتخاباتو دمخه د ورځي د ۵۰ زرو افغانيو شيان خرڅول اوس موږ تر ۲۰ او ۳۰ زرو پوري هم فروش نه لرو.»

د دغه مارکېټ يو شمېر دوکانداران وايي چي اوس په ځينو وختونو کي په ټوله ورځ کي حتي دوه يا درې خريداره هم نه راځي. له دوی څخه يو وايي: «گراني خپل اوج ته رسېدلې ده، کارونه لږ سوي دي، دفترونه لږ سوي دي. دوه کاله دمخه دلته دفترونه ډېرول او سوداوي ډيري کېدلې، خو اوس چي گورو په کوڅو کي ټول کورونه خالي سوي او د خلکو اقتصاد ته سخت تاوان رسېدلی دی.»

هغوی وايي د هغو کسانو چي اقتصادي وضعيت يې سم وو خپل کورونه يې پرې ښوول او له هيواد څخه دباندي ولاړل. دوی وايي هر وار چي د دواړو کاندیدانو ترمنځ سياسي اختلافات ډيريږي د خلکو پر ژوندانه باندي يې اغېز معلوميږي.

يو کال انتظار

د تيرکال د سنبلې مياشتي پر ۲۵ نېته چي د افغانستان جمهوري رياست ته کانديدانو خپل نومونه ثبت کړل، د افغانستان د راتلونکي په اړه ډيري هيلي پيدا سوې. ډيرو فکر کاوه چي د حمل مياشتي پر ۱۶ نېټه ټاکنو کي به د افغانستان نوی جمهور رئيس انتخاب سي.

خو اوس چي له هغې ورځي نژدې يو کال تيريږي د ټاکنو سرنوېشت لا روښانه نه دی. تر اوسه هم معلومه نه ده چي د ټاکنو پايلي به څه وخت معلومي سي. د ټاکنو کمېسيون وايي چي د رايو د تفتيش بهير له پيل راهيسي تر اوسه پوري يوازي ۲۵ سلنه رايي تفتيش سوي دي.

دغه کمېسيون وايي چي د رايو د تفتيش بهير د گړنديتوب په خاطر د دواړو کانديدانو څارونکو ته نوره اجازه نه ورکول کيږي چي يو له بل سره برخورد وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون وياند نور محمد نور د يکشنبې په روځ (۲۰۱۴م کال د اگست ۱۰مه) په کابل کي په يوه خبري کنفرانس کي په دې اړه وويل: «هر څوک چي وي په هر موقف کي چي وي بايد ونيول سي، کارت يې ځني واخيستل سي او له کمپوند څخه وايستل سي.»

د هغه هوکړه ليک له مخي چي د دواړو کانديدانو ترمنځ لاسليک سوی دی، د سنبلې مياشتي تر ۱۵ نېټې پوري بايد د ټاکنو پايلي اعلان او نوی جمهور رئيس بايد د لوړي مراسيم پر ځای کړي.