1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو د کمپاين له پاره منډي ترړي مخ پر ډيريدو دي

د کابل په هره کوڅه او هره خاده باندي د اولسمشرۍ د کانديدانو اعلان پاڼې لګېدلي دي او ښايي په ټوله ښار کي داسي ځای نه وي چي څوک د ټاکنو د کمپاين سره نه سي مخامخ.

https://p.dw.com/p/Id5o
د ولسمشر کرزي انتخاباتي نښان
د ولسمشر کرزي انتخاباتي نښانانځور: AP

پداسي حال کي چي دوو مېرمنو هم ځان د اولس مشرۍ لپاره کانديد کړی دی، د کرزي او په همدې ډول د نورو څلويښتو کانديدانو پلويان تقريبا هره ورځ په کابل کي د کامپاين غونډي جوړوي او دخپل کانديد لپاره رايې غواړي.

د کابل يو مامور هاشم غواړي چي خپله رايه و حامد کرزي ته ورکړي. پدې هکله نوموړی وايي:کرزی بد نه دی. هغه منځ پلوه دی او موږ همداسي يو چا ته ا ړتيا لرو

خو د کابل پوهنتون يوه محصيله بيا وايي چي کرزی په بيا ټاکلو نه ارزي: کرزی د دې قابليت نه لري چي بيا دي وټاکل سي.

ډېر افغانان پر کرزي تور لګوي چي دده په دوره کي اداري فساد زيات او د بې روزګارۍ کچه جګه سوه او بل داچي د امنيت په ښه کولو کي هم د نوموړي حکومت پاته راغلی. خو سره له ټولو دغو ستونزو بيا هم داسي اټکل کيږي چي ښاغلی کرزی به يو ځل بيا د افغانستان د اولس مشرۍ ټاکنې وګټي. د المانۍ موسسې کونراډ آډناور شټفټونګ له خوا په کابل پوهنتون کي جوړه کړل سوي يوې څېړنيزي او مشاورتي ټولنې نېشنل سنټر آف پاليسي ريسرچ غړی نور عباد د ټاکنو په هکله وايي:

خلک ټاکنو ته د يوه مثبت سمبول په توګه ګوري او تر اوسه پدې باور دي چي ټاکني او ډيموکراسي مثبت شيان دي. خو هغه کسان چي په ټاکنو کي کانديدان دي ډېر په زړه پوري خلک ندي.

خو د کرزي لخوا د ټاکنو ګټل حتمي ندي. په زياته بيا د نړۍ وال بانک پخوانی مشير اشرف غني احمدزی په خپله کانديدۍ سره د دې مخه نيولای سي چي کرزی د مطلقه اکثريت رايې وګټي. اشرف غني احمدزی دعوا لري چي: موږ په زياته بيا د بې عدلۍ او بې روزګارۍ سره مخامخ يو. دغه دواړه هغه ستونزې دي چي حکومت يې حل کولای سي.

د ماليې پخوانی وزير اشرف غني احمدزی د دعوا کوي چي که اولس مشر سي نو بې روزګاري او بې عدلي به له منځه يوسي. خو په افغانستان کي د ټاکنو پروګرام کم او ډلې او ټلوالې د ټاکنو لپاره زيات اهميت لري. په ډلبازي او ټلوالي کي هيڅ کانديد دومره تکړه نه معلوميږي لکه کرزی. کرزی غواړي چي د پخواني جنګ سالارانو، ولايتي واکمن کسانو او دوه مخي کسانو سره د ټلوالې جوړولو له لاري يو ځل بيا د اولس مشرۍ چوکۍ خپله کړي.

ښاغلي کرزي يو ځل بيا عبدالرشيد دوستم د لوی درستيز په توګه ټاکل دی او د پخوانۍ شمالي ټلوالې د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره يې پخوانی جنګي قومندان فهيم د خپل مرستيال په توګه نومولی دی. ويل کيږي چي د مليشو يوه بل قومندان ته کرزي په خپله کابينه کي پنځه چوکۍ ورمنلي دي.

دا پداسي حال کي ده چي څارونکي پدې نظر دي چي امريکا د کرزي څخه ځان ليري کړی دی. په همدې ترڅ کي په کابل کي د امريکا د سفير کارل آيکن بېري لخوا د کرزي ضد کانديدانو په غونډو کي برخه اخيستل هم يادول کيږي.

ډېر افغانان د اولس مشرۍ د ټاکنو وکمپاين او په مجموع کي و ټاکنو ته د ناهيلۍ او بې تفاوتۍ په سترګه ګوري. په هيواد کي بد امنيتي حالت پدې هکله اندېښنې راپاروي چي ايا ټاکنې به په سمه او اصولي توګه تر سره سي او که څنګه؟

د يوې المانۍ موسسې کونراډ آډناور شټفټونګ لخوا تر سره سوي يوې احصايې پايلي ښيي چي په سلو کي اويا پوښتل سوي افغانان پدې هکله شکوک وشبهات لري چي ټاکنې به په شفافه او عادلانه توګه ترسره کيږي.

Sabena Matthay/ احمد ولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل