1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو نامعلومو پايلو امنيتي اندېښنې ډيري کړي

آژانسونه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ شهریور ۱۱, سه‌شنبه

د افغانستان يو لوړ پوړي چارواکي اعتراف کړی دئ چې د ولسمشرۍ ټاکنو پر سر جنجال، د نړيوالو عسکرو وتل او د افغان امينتي ځواک کمزوري پوځي تجهيزات د دې سبب شوي دي چي طالبان د هيواد په ډيرو ولاياتو کې خپل يرغلونه پراخ کړي.

https://p.dw.com/p/1D5Lt
انځور: dapd

له افغانستان څخه د نړيوال جنگي ځواک د وتلو په بهير کې د دوبي په مياشتو کې وسله والو طالبانو خپل يرغلونه په ټول افغانستان کې پراخ کړي دي. دا په داسي حال کې ده چې په دغه جنگ ځپلي هيواد کې لا تراوسه د يو نوي ولسشمر د ټاکنو پرسر ناندرۍ رواني دي.

نزدې يوه اوونۍ دمخه واکمن ولسمشر حامد کرزي نن سه شنبه (۲۰۱۴ کال د سپتمبر دوهمه) هغه ورځ ټاکلې وه چې د هغه ځای ناستی بايد د لوړي مراسم پر ځاي کړي وای. خو داسې ښکاري چي دغه «ضرب الاجل» عملي بڼه غوره نه کړه. ملگرو ملتو ويلي دې چي د سپتمبر تر لسمې پوري کولای نه شي چې د رايو د تفتيش بهير بشپړ کړي.

د افغان ولسشمر د ملي امنيت سلاکار رنگين دادفر سپنتا د خپل هيواد امنيتي وضعيت په هکله اندېښنه څرگنده کړې ده او وضعيت يي د پخوا په پرتله «غيرعادي» گڼلی دئ.

سپنتا د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کې د طالبانو د فعاليتونو د پراخيدو ملامتيا د نړيوالو ځواکونو پر وتلو او «سياسي جنجال» واچوله. هغه په عين وخت کې پر نړيوالي ټولني باندي نيوکه وکړه چې افغان ځواکونه ئې په «مناسبو» وسايلو سمبال نه کړل.

سپنتا په افغانستان کې په تيرو کلونو کې د نړيوال ځواک عملياتو ته په اشارې سره وويل: «ولې ناټو درنو وسلو او هوايي ځواک ته اړيتا ولري، خو افغان ځواکونه يي ونه لري؟ زه فکر کوم دا ځکه چې دوی ته د يو افغان ژوند دومره ارزښت نه لري، لکه د ناتو يو عسکر چي ئې لري.»

حکومت ډيري وخت د خپلو مرگ ژوبلو په هکله دقيق معلومات نه وړاندي کوي، خو د دفاع وزرات يو لوړ پوړي چارواکي د آلمان خبري آژانس ته وويل چې هره اوونۍ نزدې «سل سرتيري» د جگړې په ډگر کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هوايي ملاتړ اړين دئ

د کورنيو چارو وزرات يوه چارواکي د آلمان خبري آژانس ته د خپل هويت د نه بربڼدولو په شرط ويلي دي چي «بې له پنجشير او باميانو نور کابو په ټولو ۳۴ ولايتونو کې» له ياغيانو سره نښتي رواني دي.

په جون مياشت کې ياغيانو د يو لنډ وخت له پاره د هلمند د سنگين ولسوالي ونيوله. تيره اوونۍ کابل ته څيرمه په لوگر ولايت کې په سوونو وسله والو طالبانو په يرغلونه وکړل.

دغه راز د افغانستان شمالي سيمي چي معمولا د جنوب په پرتله په تيره لسيزه کې خوندي وې اوس ئې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دئ. د آلمان د خبري آژانس د يو رپوټ له مخې په کندز کې په اگست مياشت کې طالب ياغيانو پر يو شمېر امينتي پوستو يرغلونه وکړل او حتې نژدې وه چې دوې ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندي راولي. خو د کورنيو چارو وزرات د «ناټو له قوماندان څخه د هوايي بريدونو» د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د کورنيو چارو وزارت د يوه چارواکي په خبره «وزير د ناټو قوماندان ته وويل چي که هوايي مرتسه ورسره نه وسي دواړي ولسوالۍ د دوی له کنتروله وځي.»

د کورنيو چارو وزارت دغه چارواکي زياته کړې ده چې د کندز بغاوت د «ملا سلام» په نامه يو سړی چې تر دي نژدي وختو پوري په پاکستان کې بندي وو، مشرتوب کوي. دغه کس «اوس د څه د پاسه ۲۰۰۰ جنگيالانو قوماندان» ښوول سوی دئ. د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي ادعا کړې ده چې پاکستاني استخباراتو دغه سړی قصداً آزاد کړی دئ، چي په کندز کې يرغلونه وکړي.

ناتو: د حملو د پراختيا سره سره امنيتي وضعيت په کنترول کي دئ

د نړيوال کړکېچ ډلې «ICG» يوه سياسي شنونکي، «گريم سميت» د آلمان له خبري آژانس سره په مرکه کې ويلي دي چې د ۲۰۰۶ کال په شا و خوا کې کله چې طالبانو ته د ناتو د هوايي يرغل په نتيجه کې سخته مرگ ژوبله واوښته، له هغه وروسته ئې چريکي جنگ ته مخ واړاوه.

هغه وويل: «خو د هغوی وروستيو مخامخ يرغلونو وښودله چې اوس ئې متعارف جبهه يي جنگونو ته چې يو زيات شمير جنگيالان پکښي گډون کوي، مخه کړې ده».هغه وويل چې نزدې۲۰ ولسوالۍ د طالبانو تر حملو لاندي راغلي دي.

د ناټو متحدانو د گډ ځواک قوماندان، جنرال «هانس لوتر دومروزه» وويل چې له حملو سره سره طالبان توانيدلي نه دي چي د يوې ولسوالۍ کنترول هم خوندي وساتي.

نوموړي د آلمان خبري آژانس ته وويل: «لکه څرنگه چې ارزول کيږي، وضعيت دلته با ثباته دئ.» خو هغه په عين وخت کې وويل چې ياغيان تراوسه لا د يوه خطر په توگه پاته دي.