1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو وروستۍ پايلي د چهارشنبې په ورځ اعلانيږي

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۲, دوشنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چي د ټاکنو وروستۍ پايلي به له پلان سره سم د راتلونکي چهارشنبې په ورځ اعلان کړي. اټکل کیږي چي ټاکني به دوهم پړاو ته ولاړي سي.

https://p.dw.com/p/1ByJP
انځور: DW

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۱۲) له دويچه ويله سره په ځانگړې مرکه کي وويل چي دوی د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پريکړي ته منتظر دي او تصميم لري چي د ټاکنو وروستۍ پايلي له مهال وېش سره سم د چهارشنبې په ورځ اعلان کړي.

«ټوله موضوع په دې پوري اړه لري چي د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پريکړي څه ډول دي. آيا دغه پريکړي ډيري دي که لږ او څه وخت هغه موږ ته رالېږي. که د نن ورځي په جريان کي خپلي پريکړي موږ ته راولېږي د ټاکنو خپلواک کمېسیون ژمن دی چي د ټاکنو وروستۍ پايلي د چهارشنبې په روځ رسماً اعلان کړي.»

د ټاکنو لومړيو پايلو وښووله چي يوه کانديد هم اکثريت رايي گټلی نه دي.

د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فيفا) وياند فهيم نعيمي د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «د ټاکنو پايلو ښوولې ده چي څرگند گټونکی نه لري او د دوام پړاو ټاکني ضروري دي.»

له بلي خوا داسي گنگوسې رواني دي چي گويا د دواړو مخکښو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د يوه ايتلافي حکومت د جوړولو پر سر خبري اتري کيږي چي د دوهم پړاو ټاکنو مخنيوی وسي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چي هر ډول هغه شان ايتلاف چي د ټاکنو د دوهم پړاو د ترسره کېدو مخنيوی پکښي کيږي غير قانونی دی. د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وياند وويل:

«فکر کوم چي دغه گنگوسې حقيقت نه لري، ځکه چي دواړو مخکښو کانديدانو په لومړي پړاو کي ژمنه کړې وه چي په دوهم پړاو ټاکنو کي به هم سيالي کوي. او د افغانستان قوانين حکم کوي چي دوه کانديدان مکلف دي چي په دوهم پړاو کي هم سيالي وکړي. د ټاکنو کمېسيون دوهم پړاو ته بشپړ تياري لري.»

د دوهم پړاو ټاکني د مالي ستونزو ترڅنگ کېدای سي امنيتي ستونزي هم له ځانه سره ولري. طالبانو څو ورځي مخکي اعلان وکړ چي د دوشنبې په ورځ به خپل «پسرلني عمليات» پيل کړي.