1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ټاکنو پایلې باید خلکو ته د منلو وړ وي»

۱۳۹۷ مهر ۲۵, چهارشنبه

د افغانستان په راروانو پارلماني ټاکنو کې د احتمالي درغلیو په اړه اندیښنې موجودې دي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر ټینګار کوي چې درغلۍ باید دومره محدودې وي چې د افغانستان خلک د ټاکنو پایلې ومنلی شي.

https://p.dw.com/p/36g3Y
Afghanistan |  EU - Botschafter Pierre Mayaudon
انځور: picture-alliance/dpa/Photoshot/R. Alizadah

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري مایدون، له دویچه ویله سره په یوې ځانګړې مرکه کې ومنله چې د اکتوبر پر ۲۰مه نیټه په پلان شویو پارلماني ټاکنو کې به درغلۍ او نورې ستونزې موجودې وې، خو هغه ټینګار وکړ چې د درغلیو کچه باید دومره لوړه نه وي چې د رای ورکولو پایلې د افغانانو له خوا رد شي.

هغه وویل: «زه فکر کوم مهمه خبره دا ده چې د افغانستان خلک ټاکنې ومني. دا په دې معنی ده چې درغلۍ باید د امکان تر حده پورې محدودې وي او د دې هدف د ترلاسه کولو له پاره ځيني تدابیر هم نیول شوي دي.»

افغانستان به د اکتوبر میاشتې پر ۲۰مه نیټه پارلماني ټاکني ولري. د ټاکنو له پاره چمتوالی له لومړی ورځي له شخړو او د پلان شویو درغلیو له تورونو سره مل وې. ډیر سیاسي ګوندونه او خپلواک کانديدان په شفاف ډول د ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کي شک لري. دغه ګوندونه او نوماندان د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر په اړه هم اندیښنه لري او ادعا کوي چې د څه کم نهه میلیون ثبت شويو رای ورکوونکو د نوم لیکنې په بهیر کې درغلی شوي دي.

د ټاکنو کمیسیون بیا دغه ادعاوې ردوي او پر ټولو باندې د دغه بهیر د لا شفافولو په برخه کې د مرستې غږ کوي. د درغلیو پر تورونو سربیره، د ټاکنو پر وړاندې بل لوی خنډ امنیتي وضعیت دی چې له کبله یې کورني او نړیوال څارونکي نه شي کولای په ټول افغانستان کې د ټاکنو بهیر وڅاري.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر په دې اړه وویل: «که امنیت تر دې ښه وای نو دا به د نړیوالې ټولنې له پاره اسانه وای چې له ځايي څارونکو سره یوځای شوي وای او ځان یې ډاډه کړی وای چې ټاکنې د امکان تر حده پوري شفافې دي.»

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د انتخاباتو په ورخ ۲۰۰۰ ټاکنیز مرکزونه د امنیتي لاملونو له کبله نه پرانیزي، خو په ۵۰۰۰ نورو مرکزونو کې به افغانان خپل د خوښي کانديد ته رای ورکړي. د دغو مرکزونو ډیر يې په داسې سیمو کې دي چې نړیوال څارونکي ورتلای نه شي. له بلې خوا طالبانو او نورو یاغي ډلو هم په وار وار ګواښ کړی دی چې د ټاکنو په ورځ به پر دې بهیر باندې بریدونه وکړي او افغانانو ته یې په دې بهیر کې د نه ګډون ګواښ کړی.

اروپايي ټولنه په انتخاباتو کې کومې مرستې کوي

اروپايي ټولني له افغانستان سره د پارلماني ټاکنو په برخه کې ۱۵،۵میلیونه ډالره مرسته کړې ده. دغه پیسې هغه صندوق ته اچول شوي دي چې نورو مرستندوی هیوادونو او سازمانونو هم پکې خپلې مرستې راټولي کړي دي. د پیسو د لګښت چارې بیا د ملګرو ملتونو د پرمختیایي مرستو د ادارې یا UNDP له خوا پر مخ وړل کیږي.

پر دې سربیره اروپايي ټولنه د افغانستان له ټاکنو سره تخنیکي مرستې هم کوي. دغه ټولنه له جولای میاشتې راهیسې د ټاکنو کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو د کارکوونکو په روزنه بوخته ده.

اروپايي ټولنه د افغانستان د انتخاباتو سياسي ملاتړ هم کوي. په دې ترتیب سره تر ټاکنو مخکې او وروسته له سیاسي ګوندونو او نورو بانفوذه سیاستوالو سره خبرې کوي چې د رای ورکولو پایلې رد نه کړي. پیري مایدون وویل: «موږ له هغوی سره د اکتوبر تر ۲۰مې نیټې وروسته په تماس کې پاتيږو، څو که هغوی د ټاکنو د پایلو په اړه اندیښنه لري خپله اندیښنې د ټاکنیزو شکایتونو ادارې له لارې شریکې کړي. موږ د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ملاتړ کوو چې دغو اندیښنو ته ځواب ووایي.»