1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو په جريان کي د تاوتريخوالي پېښي

۱۳۸۹ شهریور ۲۷, شنبه

د کندهار والي د يوې بمي چاودني څخه روغ رمټ وتلی او په بغلان کي ۷ تنه امنيتي کسان وژل سوي او پنځه نور ټپيان دي

https://p.dw.com/p/PFPP
طالبانو ويلي ول چي ټاکني به ګډي وډي کړي
طالبانو ويلي ول چي ټاکني به ګډي وډي کړيانځور: AP

د کندهار والي توريالي ويسا ويلي دي چې دی له يو بمي بريد څخه روغ راوتلی دی. دغه بريد په داسې حال کې وسو چې ده غوښتل د ټاکنو له يو مرکز څخه کتنه وکړي.

«زه د ډنډ ولسوالۍ ته په لاره وم، چې د لارې په اوږدو کې د سړک غاړې يو بم وچاودېد. دغې چاودنې تلفات نه درلودل، خو زما د موټر ښيښې يې ماتې کړې.»

ويسا زياته کړه: «زه روغ يم، ژوبل سوی نه يم.»

بغلان

په بغلان کي د طالبانو په يو بريد کي چي د ټاکنو يو مرکز ته څيرمه سوی، يو افغان سرتيری او شپږ تنه اربکيان چي د حکومت څخه يې ملاتړ کاوه، وژل سوي دي.

د بغلان ولايت د پوليسو مشر، عبدالرحمان رحيمي خبريالانو ته د ټليفون د لاري وويل: «د ملي اردو يو عسکر او شپږ اربکي په دغه بريد کي ووژل سول.»

پنځه نور امنيتي سړي ژوبل سوي هم دي. د دغه انتخاباتي مرکز په څنګ کي د امنيت د خوندي کولو په خاطر يوه پوسته هم جوړه سوې وه.

خوست

د خوست ولايت د علي شيرو ولسوالۍ د رايي اچوني پر مرکز د وسله والو کسانو له لوري بريد سوی.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي هم پيښه تايد کړه. هغه وويل چي په بريد کي نه امنيتي کسانو او نه هم د مرکز کارکونکو ته زيان رسيدلی او بريدکونکي د مرکزد ساتونکو له مقاومت وروسته له سيمي تښتيدلې دي.

تردې دمخه په خوست ښار کي هم يوه چاودنه سوې وه چي پکښي چا ته زيان نه وو رسيدلی.

مخکي تر دې چي د نوي پارلمان د ټاکلو د پاره خلک د رايه ورکولو مرکزونو ته ولاړ سي په کابل کي د پوليسو د څرګندونو له مخه د افغانستان د څارګرې ادارې يو کارکونکی هغه مهال ژوبل سو، چي د ټاکنو په يوه مرکز کي تر پرانستني د مخه چاودنه وسوه. لږ وخت د مخه د کابل ښار په زړه کې يو توغندی لګېدلی و.

کندهار

په کندهار ولايت کې د رای اچوني د يو مرکز مخ ته چاودنه سوې، په داسي حال کي چي د کندهار والي توريالی ويسا هم له دغو مرکزونو څخه کتنه کوله. خو ويسا له بريد څخه روغ رمټ وتلی دی.

ننګرهار

په ننګرهار کي هم دوه توغندی د يو نا معلوم ځايه څخه پر يو کور باندي لګېدلي دي. په دغه بريد کې دوه انسانان وژل سوي او يو بل ژوبل سوی دی. دغه خبره د ننګرهار د ولايت د پوليسو وياند عبدالغفور وکړه.

خوست

د خوست ولايت د پوليسو مشر وويل چي مخي تر دې چي په يو مکتب کي د رايه ورکولو يو مرکز پرانستل سي د چاودنې پر مهال د ټاکنو د خپلواک کمېسيون يو کارکونکی ټپي سوی دی.

کندوز

د کندوز هوايي ډګر او د آلمان پوځ اډې ته څېرمه درې توغندي لګېدلي دي. د زيان په اړه يې تر اوسه چا څه نه دي ويلي.

تخار

په تخار ولايت کې هم درې توغندي ولګېدل. په دغو پېښو کې مرګ ژوبله نه ده رامځته سوې.

کونړ

په کونړ کي هم د وسلوالي نښتي سوي. ولي تر دې دمه يې د ځاني او مالي زيانونو په اړه څه نه دي ويل سوي.

دغه راز طالبانو په هرات، غزني او بدخسان ولايتونو کي مخکي تر دې چي رايه ورکونه پيل سي، پنځه د رايه ورکلو مرکزونه يې قبضه کړي دي

ميدان وردګ

شيبه د مخه د ميدان وردګو ولايت د مرکز د شهيدانو ميني او زيولات دري ترمنځ د انتخاباتو پر يو مرکز جګړه سوې.

رپوټونه وايي چي لومړی يو توغندی په دغه سيمه کي د امريکايانو پر يوه مرکزولګيد او وروسته خال خال ډزي پيل سوې.

د ميدان وردګو د والي وياند آدم خان سيرت هم پيښه مني.

عيني شاهدانو دويچه ويله ته وويل چي، د زيوالاتو او شهيدانو په مېنه کي کوم کس نه ليدل کيږي چي د انتخاباتي مرکزو په لور ورسي

او دغلته وير خپره سوې ده.

جلالزی/صابر/ زيارمل

کتونکی:عبدالباري حکيم