1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو په ورځ ۲۷۰ شکايتونه ثبت او ۵۰۶ بريدونه شنډ سوي دي

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ خرداد ۲۵, یکشنبه

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسیون وايي چي د جوزا مياشتي د ۲۴مي نېټې په ټاکنو کي د حمل مياشتي د ۱۶ نېټې تر ټاکنو درغلۍ لږ وې. د ټاکنو کمېسيون او ملي دفاع وزارت تازه شمېرې ښيي چي د ټاکنو په ورځ تلفات ډېر ول.

https://p.dw.com/p/1CInh
انځور: DW/H. Sirat

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند نادر محسني د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جون ۱۵مه) په کابل کي وويل: «موږ پرون ښه انتخابات لرل. د پرون ورځي ټاکني تر لومړي پړاو لږ ستونزي لرلې، هغه شکايتونه چي موږ ته رارسېدلي دي د لومړي پړاو په پرتله لږ دي.»

دغه کمېسيون ويلي دي چي د ټاکنو په روځ دوی ته ۲۷۰ شکايتونه وررسېدلي دي. کمېسيون له دواړو کانديدانو څخه غوښتي دي چي خپل شکايتونه دي د دوشنبې شپې تر ۱۲ بجو پوري دوی ته وسپاري.

محسني وويل چي د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو په اړه ۲۹ شکايتونه ثبت سوي دی او په ځينو مواردو کي د کانديدانو استازو خلکو ته پيسې ورکړي دي او يا هغوی يې گواښلي دي چي د دوی د خوښي و کانديد ته رايي ورکړي.

د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکي تلفات

د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړی دی چي د دوی درې تنه کارکونکي په سمنگان ولايت يو تن په هرات او يو هم په روزگان ولايت کي وژل سوي دي.

دغه کمېسيون وايي چي په لسونو نور کارکوونکي يې په راکټي بريدونو، بمي چاودنو او وسله والو نښتو کي ټپيان سوي هم دي.

«د طالبانو طرحه ناکامه سوه»

بله خوا بيا د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چي ځواکونو يې د ټاکنو په ورځ ۵۰۶ يرغلونه شنډ کړي دي او طالبان توانېدلي دي چي يوازي ۲۷۳ بريدونه ترسره کړي.

د دفاع وزارت د شمېرو له مخي د ټاکنو په ورځ ۱۷۶ تنه وسله وال طالبان وژل سوي، ۹۳ تنه ټپيان سوي او دوه تنه يې نيول سوي دي. د دغه وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي د يکشنبې په ورځ وويل چي د ټاکنو په ورځ ۳۳ تنه ملکي وگړي وژل سوي او ۶۳ تنه نور ټپيان سوي دي.

هغه وويل طالبان خپل هغه هدف ته چي ټاکني گډي وډي کړي نه ورسېدل: «د افغانستان دښمنانو له بهرنيو استخباراتو سره يو ځای هوډ کړی وو چي په هره بيه وي ټاکني گډي وډي کړي. خو خلک په ډېره مېړانه سره ميدان ته راغلل او رايي يې ورکړې.»

د دفاع وزارت د شمېرو له مخي د لومړي پړاو ټاکنو په پرتله په دوهم پړاو کي د طالبانو گواښ لږ وو. د دوی په خبره په دوهم پړاو کي ملي اردو په هغو سيمو کي ځای پر ځای سوی وو چي طالبانو په لومړي پړاو ټاکنو کي له هغو سيمو څخه بريدونه کول.