1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو کمیسیون: د تفتیش بهیر به گړندی شي

حسین سیرت۱۳۹۳ مرداد ۱۳, دوشنبه

د دوشنبې په سهار د دواړو نوماندانو، نړیوالو او کورنیو څارونکو په حضور کې د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو د رایو د تفتیش بهیر پیل شو. د ټاکنو کمیسیون وایي چې د دې بهیر د گړندي کیدو له پاره به هڅې وکړي.

https://p.dw.com/p/1CoXN
Bildergalerie Afghanistan Wahlen Neuauszählung 19.7.2014
انځور: DW/H. Sirat

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور، د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «د ټاکنو خپلواک کمیسیون به د دې بهیر د گړندي کیدو او د لا ډیر شفافیت رامنځ ته کیدو په موخه وروستي میکانیزمونه مراعت کړي. هر څه به د دواړو نوماندانو د استازو په حضور کې ترسره شي.»

د تفتیش په لومړیو ساعتونو کې څارونکو داسې رای پاڼې وموندلې چې ورباندې «تیک مارک» نه وو وهل شوی خو د رایو د پایلې په ورقو کې رسول شوې وې. څارونکو وویل چې له دغه شان رای پاڼو سره به د ابطال د معیارونو له مخې چلند وشي.
اوس د دویم پړاو رای پاڼې د ملگرو ملتونو له خوا د یوه وړاندیز شوي میکانیزم له مخې باطلیږي. پر دې میکانیزم باندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د دواړو نوماندانو استازو توافق کړی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د تفتیش د تیمونو شمیر ۳۰۰ ته ورسیږي. دا په داسې حال کې ده چې اوس ۲۰۰ تیمونه د تفتیش چارې په دوو کاري وختونو کې پر مخ وړي.

د دې بهیر په اړه تر ټولو لویه ستونزه د هغه ورو پرمختگ دی. د رایو د تفتیش د ورو پر مختگ اصلي لامل د ابطال د میکانیزم پر سر موجود اختلافات دي. خو داسي ښکاري چې دغه اختلافات د اوس له پاره تر اوږدو خبرو اترو وروسته له منځه تللي وي.

له بلې خوا بیا د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ مشر نعیم ابوب زاده، وایي چې د ورو پرمختگ اصلي لامل دا دی چې د ټاکنو د کمیسیون پر ځای د نوماندانو څارونکي د خپلو غوښتونو پر اساس د رایو د ابطال په اړه پریکړې کوي.

ایوب زاده ټینگار وکړ چې که کمیسیون په خپله د ابطال صلاحیت په لاس کې وا نه خلي نو د تفتیش بهیر به په راتلونکو ورځو کې له لا ډیرو ستونزو سره مخامخ شي: «ضعف په ټاکنیز بنسټ کې دی چې موږ هیله لرو هغوی ژر تر ژره په لا شفاف او قوي توگه خپل کارونه پر مخ یوسي او نوماندانو ته اجازه ور نه کړي چې دغه بهیر ودروي او یا یې هم تحریم کړي.»
ایوب زاده ټینگار وکړ چې د دواړو نوماندانو استازي په ځینو مواردو کې له تخنیکي بهیر سره سیاسي چلند کوي چې له کبله یې بیا ستونزې رامنځ ته کیږي.

د رایو د صندوقونو د لیږد بهیر

د ټاکنو کمیسیون ویلي دي چې تر اوسه پورې له ۲۱۰۰۰ څخه ډیر د رایو صندوقونه له بیلابیلو ولایتونو څخه پلازمینله کابل ته رسیدلې دي. هغوی روښانوي چې اوس هم په غور او تخار ولایتونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ صندوقونه پاتې دي چې کابل ته به ولیږدول شي.

نور په دې اړه وویل: «یوازې د یوې او یا هم دوو ورځو په جریان کې به د کمیسیون ټول مواد په ځانگړې توگه د رایو صندوقونه مرکزي دفتر ته راورسیږي چې دا یوه لویه لاس ته راوړنه ده.»

د رایو ټول صندوقونه د ایساف ځواکونو له خوا له ولایتونو څخه کابل ته لیږدول شوي دي چې د ټاکنو د کمیسیون په حواله تر اوسه پورې په دې بهیر کې کومه ستونزه نه ده رامنځ ته شوې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب