1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنو کمیسیون د ښځینه پولیسو له کمښته اندیښنه لري

میروییس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ شهریور ۲۳, شنبه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د انتخاباتي مرکزونو د ساتلو له پاره د ښځنیه پولیسو له کمښت څخه خپله اندیښنه څرګنده کړې ده. د کمیسیون په خبره که دغه ستونزه پرځای پاتې شي، نو د ټاکنو روڼ والی به له پوښتنې سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/19hUm
انځور: DW

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمېشنرې شریفې زرمتۍ، پر وینا دوی ا و د مدني ټولنې غړو په پرلپسې توګه له حکومت څخه غوښتي دي، چې ښځو ته د نوم لیکنې په مرکزونو اوهمدا راز د ټاکنو په ورځ د رایې ورکونې مرکزونو ته د ورتګ له پاره خوندي چاپېریال برابر کړي. د هغې پر وینا له بده مرغه لا هم په دغو برخو کې جدي ستونزې شتون لري.

د کمیسیون د شمیرو له مخې د امنیتي ستونزو له کبله دوی نه دي توانیدلي خپل هغه هدف ته ورسیږي چې ټاکل شوې وه د نوم لیکنې په بهیر کې د ټولو کارت اخیستونکو له جملې څلویښت سلنه یې ښځې وي.

د کمیسیون کمېشنرې د شنبې په ورځ دویچه ویله ته وویل چې حکومت باید ژر تر ژره د ښځنیه مرکزونو او حوزو له پاره د ښځینه پولیسو تابیا ونیسي که نه نو د ښځو ونډه به په ټاکنو کې ډیره کم رنګه وي:

«اوس مونږله دغې ستونزې سره ډیر مخ یو، ځکه موږ په ټول افغانستان کې ۷ زره مرکزونه لرو چې د نوم لیکنې نیمایي محلات یې د ښځو له پاره دي، خو موږ یوازې په ځینو ولایتونو لکه د کندهار ولایت ځینې سیمي، جلال آباد، کابل مزار شریف او دغسې ځیني نورو ولایتونو کې ښځینه پولیس لرو. خو په ټولو ولایتونو کې د ښځینه پولیسو ستونزه ډیره لیدل کیږي.»

د ټاکنو کمیسیون د رسمي شمیرو له مخې، تر اوسه پورې نزدې یو میلیون او شپاړس زره کسانو د رایې ورکولو نوي کارتونه تر لاسه کړي دي چې غوڅ اکثریت یې نارینه جوړوي. ټاکل شوي وه چې په دغه شمیر کې څلویښت سلنه یې ښځي وای خو اوس دغه شمیر تر ۳۰ سلنه هم راټیټ شوی دی.

له بلي خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې تر ټاکنو دمخه او د ټاکنو تر ورځې به د ټولو هغو مرکزونو له پاره چې ښځو ته ځانګړي شوي دي لازم امنیتي تدابیر ونیسي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې دوی پلان لري شاوخوا ۱۳۰۰۰ ښځینه امنیتي پرسونل تر ټاکنو پورې په دندو وګماري. د دغه شمیر په برابرولو کې به د پوهنې او ښځو د چارو له وزارتونو هم د مرستې شوې ده. په دې اړه صدیق صدیقي وايي:

«په خاصه توګه موږ د ټاکنو له پاره یو پلان جوړ کړی دی چې په هغې کې کابو له ۱۳۰۰۰څخه تر ۱۴۰۰۰ پورې ښځینه پولیسو ته اړتیا شته. دغه امنیتي پرسونل به د ټاکنو دمخه او د ټاکنوپه ورځ د تلاشۍ، مرکزونو د داخلي امنیت ساتلو او په نورو برخو کې خپله همکاري وکړي. په دې برخه کي مو د پوهنې او ښځو چارو وزارتونو ته خپل وړاندیزونه استولي دي.»

ویل کیږي افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې پرې حاکم سنتي دودونه د دې لامل شوي دي چې ډیرې ښځي په حکومتي دفترونو کې کار ته زړه نه ښه کوي.