1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شکایاتو کمیسیون کمېشنرانو خپل کار پیل کړ

حسین سیرت/ خلیل الرحمن امید۱۳۹۲ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ولایتي کمېشنرانو د سه شنبې له ورځې راهیسې د لوړې په کولو سره کې خپلې دندې پيلوي. په دغه غونډه کې د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي یان کوبېش هم گډون کړی وو.

https://p.dw.com/p/1BAyr
انځور: DW/H. Sirat

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، ولایتي دفترونه دنده لري، تر څو ټول شکایتونه ثبت کړي او د قانون له مخې هغې ته رسیدگي وکړي. د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي دفترونه، د انتخاباتي شکایتونو د رسیدگۍ له پاره اصلي مرجع ده. په پام کې ده چې دغه کمېشنران به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې شکایتونو ته رسیدگي کوي

د دغه کمیسیون ویاند نادر محسني، په دې اړه وویل: «د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ۱۰۲ غړي چې تر مخه ټاکل شوي ول، د جمهوري ریاست له لوري ومنل شول او دغه کسان د لوړې په کولو سره، سر له نن ورځې په رسمي توگه خپل کار پیلوي.»

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له لوري ولایتي کمېشنرانو ته د لوړې ورکولو په مراسمو کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانکړي استازي یان کوبیش په ډاګه کړه چې د تیرو ټاکنو په پرتله، را روانو ټاکنو ته د افغانانو چمتووالی زیات شوی دی. هغه زیاته کړه چې په اوسنيو شرایطوکې دغه کمېشنران کولای شي چې د ټاکنو په بهیر کې لا ډیر شفافیت رامنځ ته کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون دغه مسوولین به د درې ورځنیو زده کړو وروسته د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته ولاړ شي او خپلې دندې به پیل کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د ولایتي دفترونو فعالیتونه د څو میاشتني ځنډ وروسته پیلیږي. د قانون له مخې دغه ولایتي دفترونو باید د کاندیدانو د نوم لیکنې له پروسې سم پر خپل کار پیل کړی وای.

په ورته وخت کې د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون مشر عبدالستار سادات وايي چې د ولایتونو له پاره دغه ۱۰۲ تنه ټاکل شوي کمېشنران به په ولایتونو کې د ابتدايي محکمې په شان رول ولري. هغه له کمیشنرانو څخه غوښتنه وکړه چې د هر ډول ستونزو او فشارونو پر وړاندې خپلې جدي مبارزې ته دوام ورکړي.

سادات په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دغو کمېشنرانو باید ۲میاشتې وړاندې خپل کارونه پیل کړي وای خو د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله وځنډیدل. د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر همدا شان وايي چې د یادو ۱۰۲ کمیشنرانو له ډلې څخه ۶ تنې ښځي دي چې د۸۱۶ کسانو له منځه د آزادو سیالیو په ترڅ کې بریالۍ شوي دي.

پر همدې مهال د «فیفا» یا د رڼو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر جانداد سپین غر، له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې دغه کسان د فیفا په حضور کې نه دي ټاکل شوي چې له همدې کبله یې د روڼتیا په اړه څه نه شي ویلی. سپین غر وايي د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون له خوا ځینې نیمګړتیاوې تر سترګو کیږی چې یوه یې هم د مدني ټولنو او رسنیو سره د نه همغږي ده.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په ولایتي مسوولینو کې د گوتو په شمیر ښځې هم لیدل کیږي. که څه هم د قانون له مخې څوک نه شي کولای په خپل ولایت کې د ټاکنیزو شکایتو په کمیسیون کې د کمېشنر په توگه کار وکړي، خو دغه کمیسیون ښځو ته د یو څه امیتاز په ورکولو قانع شوی دی او هغوی یې په خپلو ولایتونو کې پر دندو گمارلي دي. ښاغلي محسني په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې له دغه امتیاز سره سره، ډیر لږ شمیر ښځو د نوموړي کمیسیون د غړیتوب شرایط پوره کړي دي.

په عین وخت کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون کار کوونکي وایي چې د خپلو دندو پر وړاندې اصلي ستونزه ناامني گڼي. د قدرت الله په نوم یوه ولایتي کمېشنر وویل: «امنیتي ستونزه یو له اصلي چلینجونو څخه ده. یوه بله ستونزه د اوسیدو د ځای ده، خو موږ هیله من یو چې اړونده چارواکي به دې ستونزې ته رسیدگي وکړي.»

د فاطمې آشوري په نوم یوې بلې کمېشنرې ووویل چې هڅه یې دا ده چې په ټاکنو کې د رایې ورکوونکو او نوماندانو حقوق ضایع نه شي: «دا یو حساس کار دی، ځکه چې موږ د خلکو له حقوقو سره سر او کار لرو. موږ هڅه کوو چې خپل کارونه په ښه شان سره سر ته ورسوو.»

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون دغه نوي کارکوونکي په مؤقتي توگه فعالیت کوي او د ټاکنو د پایلو له اعلانیدو سره، د هغوی کارونه هم پای ته رسیږي.