1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون غړي انتخابیږي

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ شهریور ۲, شنبه

د ټاکنیزو شکایتونو د غړو گومارلو کمیټې خپل کار پیل کړ. دغې کمیټې ویلي چې د جنسيتي او قومي ترکیب په پام کې نیولو سره به د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړیتوب له پاره نوماندان ولسمشر کرزي ته وروپیژني.

https://p.dw.com/p/19VfS
Bild: DW/Hussain Sirat
انځور: DW/H. Sirat

دغه کمیټه به ولسمشر کرزي ته ۱۵ نوماندان وروپیژني. افغان ولسمشر به د دغو ۱۵ نوماندانو له ډلې څخه پنځه تنه د کمیسیون د غړو په توگه وټاکي. د ټاکنیزو شاکیتونو کمیسیون د افغانستان په راتلونکو ټاکنو ډیر مهم نقش لوبوي. دغه کمیسیون د ټاکنو په اړه د ټولو شکایتونو د څیړنې دنده لري.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د غړیتوب له پاره د جوړ شوي کمیسیون غړي فضل هادي مسلمیار، د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «هر افغان چې لیوالتیا ولري او د قانون له مخې شرایط پوره کړي کولای شي د کمیشنر په توگه خپل غوښتنلیک د ټاکنې کمیټې ته وسپاري.»

په دې ترتیب سره نو هغه کسان چې غواړي د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون غړي شي کولای شي تر راتلونکې شنبې ورځې پورې خپل غوښتنلیکونه دغې کمیټې ته وسپاري. د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې د غړیتوب اصلي شرطونو د لیسانس سند او پنځو کلونو کاري تجربې او یا هم د ماسترۍ سند او درې کلونو کاري تجربې لرل دي.

ښاغلي مسلمیار روښانه کړه چې د دغه کمیسیون د غړو د ټاکنې په بهیر کې جنسیتي او قومي ترکیب په پام کې نیول کیږي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د غړو د ټاکنې په کمیټې کې د افغانستان د سترې محکمې رئیس عبدالسلام عظیمې، د بشري حقونو د کمیسیون مشره سیما ثمر، د ولسې جرگې مشر عبدالرووف ابراهیمې، د مشرانو جرگې مشر فضل هادي مسلمیار، د اساسي قانون پر پلي کیدو د څار کمیسیون مشر گل رحمان قاضي او د مدني ټولنې یو استازی غړیتوب لري.

د مدني بنسټونو خالي ځای

د ټاکنو په نوی قانون کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د غړو د ټاکنې په کمیټې کې یوه څوکۍ د مدني ټولنې استازي ته ځانکړې شوې ده. خو لا تر اوسه پورې هم په دې کمیټې کې د مدنې ټولنې کوم غړی نه دی شامل شوی.

په افغانستان کې مدني ټولنې فعال سازمانونه لا تر اوسه پورې نه دي توانیدلي چې یو واحد استازی دې کمیټې ته ور وپیژني. مسلمیار په دې اړه وویل: «په خواشینۍ سره تر اوسه پورې [د مدني ټولنې یو استازی] نه دی پیژندل شوی. نن موږ ته درې مکتوبونو رارسیدلي ول چې په هر یو کې یې یو کس د مدني ټولنې د استازي په توگه معرفي شوی وو. خو موږ یوازې یو خالي ځای لرو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب