1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ځمکې د غاصبانو نومونه باید بربنډ شي»

حسین سیرت/ مسعود جهش۱۳۹۱ دی ۹, شنبه

د ځمکې د غاصبانو د نومونو د اخیستلو موضوع د ولسي جرګې د غړو تر منځ شخړه ییز بحثونه راپارولي دي. د دې جرګې د څار کمیسیون د ځمکې د غصب په اړه یو رپوټ څپور کړی دی خو د هغو کسانو نومونه یې نه دي اخیستي چې ځمکې یې غصب کړي دي.

https://p.dw.com/p/17B6a
انځور: AP

د ولسي جرګې د «دولت د کړنو د څار کمیسیون» وایي چې په افغانستان کې ۱۲۵۰۰۰۰ جریبه ځمکه د یو شمیر کسانو له خوا غصب شوې ده. د دې کمیسیون غړي صالح محمد سلجوقي، د شنبې په ورځ (د دسمبر د میاشتې ۲۹مه نیټه) د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وویل: «ډیر ژر به له ډیرې ځیرتیا سره یو هراړخیز تحلیلي او تفصیلي رپوټ د ځمکو د غاصبانو له نوملړ سره یو ځای خپور شي. په دې رپوټ کې به د غاصبانو نومونه، د هغوی ټولنیز موقف، د غصب شوې ځمکې څرنګوالی، د ځمکې موقعیت، د غصب د اسنادو څرنګوالی او د دې کار نیټه راغلي وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پارلمان یو شمېر غړي ټينګار کوي چې د ځمکې د غاصبانو نومونه باید همدا اوس بربنډ شي. خو د څار کمیسیون وایي چې د غاصبانو نوملړ په واک کې لري او تر نورو څیړنو وروسته به یې خپور کړي. د کمیسیون له خوا پر دې خبري ټینګار د دې لامل شو چې نور استازي د اعتراض په توګه خپل مېزونه وګړبوي.

د دې کمیسیون د څیړنو له مخې په کابل کې یوولس کسانو د نورو په پرتله ډیرې ځمکې غصب کړي دي. د کمیسیون په حواله یوازې په کابل کې ۴۷۰۰۰ جریبه ځمکه غصب شوې ده. د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست وویل: «کمیسیون دې موږ تورو نخودو پسې نه استوي. د ځمکې دغه یوولس تنه غاصبان پیریان نه دي، هغوی نومونه لري.»

خو ښاغلي سلجوقي وویل چې که دغه غاصبان د ځمکو قانوني ثبت پیل نه کړي، نو نومونه به یې بربنډ کړي. هغه دغو کسانو ته په خطاب کې وویل: «د ځمکو ټولو غاصبانو او هغو کسانو ته چې خپل اسناد یې له قانوني مراحلو نه دي تیر کړي، اعلان کیږي ، چې ژر تر ژره دغه غصب شوې ځمکې پرې ږدي او یا هم خپل اسناد پوره کړي، که نه نو نومونه به یې بربنډ شي.»

«داسې قانون نه شته چې غاصب مجرم وګڼي»

د پارلمان د څار کمیسیون وایي چې ډیری ځمکې په کابل، ننګرهار، بلخ، هرات او کندهار ولایتونو کې غصب شوې دي. په تیرو یوولسو کلونو کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې ډېر شمېر لوی او واړه ښارګوټي جوړ شوي دي چې ویل کیږي د ځینو ځمکې يې د دغو ښارګوټو د جوړونکو له خوا غصب شوي دي.

د افغانستان د پارلمان غړي نیوکه کوي چې د افغانستان په هیڅ یوه قانون کې هم د ځمکې غاصب د مجرم په توګه نه دی پیژندل شوی. هغوی په دې خبره ټینګار کوي چې د ځمکو د غاصبانو د نومونو تر افشا کولو مخکې باید د دې موضوع د قانوني څیړنې له پاره مشخصه کړنلاره جوړه شي. ښاغلي سلجوقي په دې اړه وویل: «په خواشینۍ سره د افغانستان په نافذه جزایي قوانینو کې داسې کومه ماده نه شته چې له مخې یې د ځمکې غاصب غل وپیژندل شي او په جزا محکوم شي.»

باج اخیستل

تر هغه وروسته چې د څار کمیسیون د ځمکې د غاصبینو نومونه بربنډ نه کړل، د پارلمان یو شمېر غړو وویل، دا موضوع ښايي د دې لامل شي چې افغانان فکر وکړي چې د پارلمان غړي غواړي له دې لارې د ځمکې پر غاصبانو باندې فشار راوړي او په دې ترتیب سره له هغوی باج واخلي.

د پارلمان یوې غړې ګلالی نور صافي، وویل: «په خواشینۍ سره په افغانستان کې بې باوري ډېره ده. خلک وایي چې دوی [د پارلمان غړي] د دې له پاره دغه رپوټ [د ځمکو د غصب رپوټ] په بشپړه توګه و نه لوست چې یو شمیر کسان تر فشار لاندې راولي. تل دغه ادعا موجوده ده چې پارلمان له خلکو باج اخلي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پارلمان یو شمیر استازي هم په دې اند دي چې د څار د کمیسیون غړي د ځمکو د غاصبانو د نومونو د نه بربنډولو په بدل کې له هغوی څخه ډیر لوی امتیازونه ترلاسه کوي.

د افغانستان د پارلمان غړي نیوکه کوي چې د افغانستان په هیڅ یوه قانون کې هم د ځمکې غاصب د مجرم په توګه نه دی پیژندل شوی.
د افغانستان د پارلمان غړي نیوکه کوي چې د افغانستان په هیڅ یوه قانون کې هم د ځمکې غاصب د مجرم په توګه نه دی پیژندل شوی.انځور: picture-alliance / dpa/dpaweb