1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پارلمان پر چوکيو اوس هم شخړه روانه ده

۱۳۹۰ شهریور ۱۲, شنبه

د هغو نهو تنو وکیلانو له ډلې څخه چې په وروستیو کې د ټاکنو د کمیسیون لخوا بریالي اعلان شوي اتو تنو يې نن «شنبه» د سختو امنیتې تدابیرو په ترڅ کې او د سلګونو امنیتي ځواکونو په حضور سره د تحلیف مراسم پر ځای کړل

https://p.dw.com/p/12SY7
د پارلمان د نوو استازو د تحلیف مراسم
د پارلمان د نوو استازو د تحلیف مراسمانځور: DW

د قانون څخه د ملاتړ د اییتلاف غړو چې شمیر یې څه نا څه 100 کسانو ته رسیږي د پارلمان ننۍ غونډې ته د ننوتو اجازه تر لاسه نه کړه.
 
هغو وکیلانو چې تازه یې د ټاکنو د کمیسیو څخه اعتبار لیکونه تر لاسه کړي نن سهار وختي د سختو امنیتی تدابیرو په ترڅ کې د افغانستان پارلمان ته راغلل. د پارلمان په ننۍ غونډي کې یوازي د «اصلاح غوښتونکو» د اییتلاف غړو حضور درلود.

په ننۍ غونډې کی ډیر کم وکیلان حاضر ول
په ننۍ غونډې کی ډیر کم وکیلان حاضر ولانځور: DW



د ولسي جرګې مشر، عبدالروف ابراهیمي، د نوو وکیلانو د تحلیف مراسم تر سره کړل. دا په داسې حال کې ده چې د نوو وکیلانو له ډلې څخه یو یې د تحلیف په مراسمو کې حاضر نه وو.

د تحلیف د مراسمو په وخت کې په سلګونو امنیتي ځواکونه د افغانستان د پارلمان د ودانۍ په شاوخوا کې حاضر ول. د افغانستان د ولسي جرګې د 249 استازو له ډلې څخه یوازې څه نا څه 40 تنه یې د نوو وکیلانو د تحلیف د مراسمو په غونډې کې حاضر ول.

د افغانستان د پارلمان ننۍ غونډه د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ترسره شوه
د افغانستان د پارلمان ننۍ غونډه د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ترسره شوهانځور: DW



د قانون څخه د ملاتړ اییتلاف هڅه وکړه چې هغه نهه وکیلان چې د ټاکنو د کمیسیون لخوا سلب صلاحیت شوي پارلمان ته دننه راولي خو افغان امنیتي ځواکونو د دغه کار مخنیوی وکړ.

دغه اییتلاف د ټاکنو په وروستیو پایلو کې د لاسوهنې خلاف دی. وروسته له هغې چې د دغه اییتلاف غړي و نه توانیدل چې سلب صلاحیت شوي وکیلان د ځان سره د افغانستان پارلمان ته رادننه کړي، هغوی د پارلمان په غونډې کې د ونډه اخیستلو څخه ډډه وکړه.

نن سهار وخته د پارلمان په شاوخوا کې ډیر شمیر افغان امنیتی ځواکونه او د وکیلانو ساتونکي لیدل کیدل چې د دغو دواړو ډلو تر منځ د شخړې د کیدو اندیښنه یی رامنځ ته کړي وه، خو د قانون څخه د حمایت اییتلاف اعلان وکړ چې ټول اعمال به یې د قانون په چوکاټ کې وي او داسې کوم کار په و نه کړي چې د شخړې د رامنځ ته کیدو سبب شي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د پارلماني ټاکنو څخه څه نا څه یو کال تیریږي، د دغو ټاکنو د پایلو پر سر جنجال لا تو اوسه پورې هم روان دی. د ډیر جنجالونو وروسته، ولسمشر کرزي د افغانستان د ټاکنو کمیسیون ته دنده وسپارله چې د ټاکنو کړکیچ ته د حل لاره پیدا کړي.

د ټاکنو کمیسیون د پارلمان نهه پخواني وکیلان سلب صلاحیت کړل او پر ځای یې نوي کسان وروپیژندل خو اوس نوې شخړه دا ده چی د پارلمان نهو څوکیو ته 18 وکیلان امیدوار دي.

دویچه ویله/ حسین سیرت
کتونکی: مسعود جهش