1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني طالبانو او دولت تر منځ د خبرو له پاره ځای وټاکل شو

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۳, یکشنبه

بالاخره د پاکستان حکومت او طالبانو تر منځ په مستقیم ډول خبری اتری کیږي. دواوړ اړخونو د خبرو اترو پر ځای باندې موافقه کړی ده. ویل کیږي چې په راتلونکو دوه دریو ورځو کې به د خبرواترو نوې پړاو پیل شي.

https://p.dw.com/p/1BUUN
انځور: picture-alliance/AP Photo

د اسلام آباد حکومت د پاکستاني طالبانو له سخت دریځه ډلې (تحریک طالبان پاکستان) سره د فبروري په میاشت کې خبری اتری پيل کړې وې. د دغه خبرو اترو هدف د تیرو ۷ کلونو راهیسې په دغه هیواد کې د روان تاوتریخوالي پای ته رسول دي.

خو د دغو سخت دریځه طالبانو له خوا د پاکستان د ۲۳ تنو یرغمل شویو امنیتي کارکوونکو تر وژل کیدو وروسته د خبرو اترو دغه لړۍ د دوو اوونیو له پاره وځنډیده. د طالبانو له خوا د یوه میاشت له پاره د اوربند تر اعلانیدو وروسته دغه خبری اترې یو ځل بیا پیل شوې.

د پاکستان حکومت تیره اوونۍ په لوړه کچه د خبرواترو ترسره کولو له پاره یو څلور کسیزه ډله جوړه کړې وه ترڅو له طالبانو سره په مستقیم ډول خبرې وکړي.

تر اوسه پورې له طالبانو سره خبرې د یوه منځگړي شخص یا ډلې په وسیله ترسره شوې دي. د AFP خبري آژانس د څارونکو په حواله ویلي دي چې د خبرو اترو دغه طریقه دومره اغیزمنه نه وه ثابت شوې.

اوس د پاکستان حکومت له طالبانو سره په مستقیم ډول د خبرو اترو له پاره د ځای په ټاکلو هم موافقې ته رسیدلی دی. دا خبره د پاکستاني طالبانو د خبرو اترو د ډلې مشر مولانا سمیع الحق، د شنبې په ورځ کړی ده.

مولانا سمیع الحق ویلي دي چې له طالبانو سره به په مستقیم ډول خبری اتری په راتلونکو دوو دریو ورځو کې پیل شي. نوموړي دا خبره تر یوې غونډې وروسته په اسلام آباد کې خبریالانو ته وکړه. د AFP خبري آژانس په حواله په دغه غونډه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر جودهري نثار احمد خان هم گډون درلود. سمیع الحق زیاته کړه: «دواړه خواې د خبرو اترو د بریالیتوب په خاطر له نرمي څخه کار اخلي.»

د هغه په خبره د خبرو اترو له پاره ټاکل شوی ځای به د «Peace Zone» یا د سولې ځای وبلل شي، خو مولانا سمیع الحق د خبرو اترو له پاره د ټاکل شوي ځای د نوم له ښکاره کولو څخه ډډه وکړه.

د طالبانو او پاکستان د دولت تر منځ د خبرو اترو ځای په داسې حال کې اعلانیږي چې تر دې مخکې طالبانو تور لگولې وو چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په قبایلي سیمو کې د دوی پر مرکزونو باندې ډزی کړې دي. د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد، رسنیو ته ویلي دي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه پر طالب بندیانو باندې ډیر ظلم او تیری کوي.

د یاودنې وړ ده چې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، د سولې خبرې اترې د خپل ټاکنیز کمپاین یوه برخه گرځولې وه. د AFP خبري آژانس په حواله د طالبانو له خوا په ټول هیواد کې د شریعت د نافذولو او له قبایلي سیمو څخه د امنیتي ځواکونو د وستلو غوښتنو ته په کتلو سره د حالاتو څارونکي د دغو خبرو اترو بریالیتوب ته ډیر امیدوار نه دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب