1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستاني ملا د څرگندونو په اړه د کابل غبرگون

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۱ اسفند ۱۳, یکشنبه

د افغانستان د ملي امنتیت سلاکار د پاکستان د علماو شورا د مشر پر څرګندونو انتقاد کړی دی. د پاکستان د علماو شورا مشر مولانا طاهر اشرفي، ویلي دي چې په افغانستان، کشمیر او فلسطین کې ځانمرګي بریدونه او جهاد روا دی.

https://p.dw.com/p/17pTD
Der afghanische nationale Sicherheitsberater Rangin Dadfar Spanta war am 03.12.2011 zu Besuch in der Afghanistan Redaktion der Deutschen Welle. Die Bilder hat unser Mitarbeiter Khalid Siddiqi gemacht. Alle Rechte gehören der DW.
Rangin Dadfar Spanta Sicherheitsberater des afghanischen Präsidenten Karsaiانځور: DW

بي بي سي د مارچ د میاشتې په لومړۍ نیټه یو راپور خپور کړ، چې په هغه کې د طاهر اشرفي له قوله ویل شوي ول، چې په افغانستان، کشمیر او فلسطین کې ځانمرګي بریدونه او جهاد روا دی. د پاکستان د علماو شورا مشر دغو څرګندونو بیلا بیل غبرګونونه راپارولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور، رنګین دادفر سپنتا، د یکشنبې په شپه د «بازګشت شاه» نومې کتاب د مخ پرانیستنې په ویاړ جوړ شوې غونډې ته دغه څرګندونې وکړې.

دغه غونډه په کابل کې د افغانستان د مطالعاتو د ستراتيژیک انستیوت په نوښت جوړه شوې وه.

سپنتا پر دې خبره ټینګار وکړ چې دا فتوا د دې څرګندوي کوي چې د افغانستان د سوله خوښونکو خلکو ژوندانه ته اصلي ګواښ له کوم ځايه سرچینه اخلي.

د طاهر اشرفي دغه څرګندونو د افغانستان د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو، علماو او مدني فعالینو تر منځ جدي غبرګونونه راپارولي دي.

ملا طاهر اشرفي
ملا طاهر اشرفيانځور: privat

استخباراتي اړخ

د افغانستان ديني عالمانو ویلي دي چې دغه شان بریدونه حرام دي. د دغه شورا غړو ویلي دي چې د پاکستان د علماو شورا مشر دغه فتوا د دغه هیواد د استخباراتي کړیو په لارښوونه کړې ده او د هغه فتوا استخباراتي اړخ لري.

ښاغلي سپنتا له ټولو سیاسي او مدني بهیرونو څخه وغوښتل چې د دغه فتوا پر وړاندې همغږي شي. هغه وویل: «زموږ اپوزیسیون، مدني ټولنه او روڼ آندي د خپلې خاورې د دفاع په خاطر وايي چې دغه لوی هیواد به په هیڅ صورت کې د هغو ځانمرګو برید کوونکو پر وړاندي چې دې ځای ته راستول کیږي پر ګونډو نه شي.»

ملي ایتلاف او د ملي جبهې په نوم د اپوزېسیون ډلګیو هم دغه فتوا غندلې ده او ویلي یې دي چې دغسې فتوا په جګړه کې د لا ډیر شدت رامنځ ته کیدو باعث ګرځي.

د پاکستان د علماو شورا مشر په داسې وخت کې دغه فتوا ورکړې ده، چې د دغه هیواد علماو په کابل کې د ديني عالمانو په نړيواله غونډه کې له گډون څخه ډډه کړې ده.

په پام کې وه چې د دواړو هیوادونو علما په دغه غونډه کې د ځانمرګي بریدونو او جهاد په اړه خپل نظرونه په ډاګه کړي وای.