1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستانۍ چورلکې عمله آزاده شوه

آژانسونه۱۳۹۵ مرداد ۲۳, شنبه

د پاکستان د يوې حکومتي چورلکې شپږ کسيزه عمله د يرغمل کېدو وروسته آزاده شوې ده. دغه خبر افغان او پاکستاني چارواکو ورکړی دی. (آرشيف انځور)

https://p.dw.com/p/1Jhe5
Pakistan MI-17 Hubschrauber
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند، نفيس ذګريا، په يوه بيانيه کې ويلي دي چې «دغه عمله د پاکستان او افغانستان په ګډه پوله د قبايلو په مرسته خوشې شوې او نن اسلام آباد ته رسېدلې ده.»

نوموړي ونه ويل چې چا د چورلکې عمله يرغمل کړې وه او دا چې د څه شي په بدل کې هغوی خوشې شوي دي. ټول شپږ کسان، يعنې پنځه پاکستانيان او يو روسي لارښود چلوونکی، د هغه په خبره «خوندي او روغ رمټ» دي. يوه مشر پاکستاني چارواکي، چې د نوم نه اخيستلو په شرط يې خبرې کولې، د عملې خونديتوب تائيد کړی دی.

چورلکه په ډزو کښته کړل شوې وه

د اګست په ۴مه نېټه د څرخي الوتکې په لوېدلو سره، ځايي افغان چارواکو ويلي ول چې ياده شپږ کسيزه عمله د طالبانو لاس ته ورلوېدلي او يرغمل شوې ده. اورپکو دغې «ام آی ۱۷» ډوله باروړونکې الوتکې ته اور اچولی او عمله يې د طالبانو تر کنترول لاندې ساحې ته بيولې وه. څرخي الوتکې د افغانستان په لوګر ولايت کې بېړنۍ ناسته کړې وه.

پاکستان د دغې چورلکې له پاره جواز درلوده، څو د افغانستان د هوايي حريم څخه تېره شي او بيا يې په روسيه کې سرويس وشي. کابل له ډېرې مودې راهيسې پر پاکستان باندې تور لګولی دی چې له طالبانو څخه ملاتړ کوي. دوې ورځې مخکې کابل ويلي ول چې د عملې غړي ژوندي دي او دا چې د قومي مشرانو په منځګړيتوب د هغوی د آزادولو هڅې هم پيل شوې دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: