1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د ډالر بیه د پام وړ لوړه شوې

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۸, شنبه

د امریکايي ډالر پر وړاندې پاکستان کلدارۍ په بې سارې توګه خپل ارښت له لاسه ورکړی دی. د جمعې په ورځ په آزاد بازار کې یو ډالر په ۱۵۰ کلدارو پلورل کیده.

https://p.dw.com/p/3IgxS
Pakistan Währung Wechsel Dollar Rupien Geldscheine
انځور: picture-alliance/dpa/A.Gulfam

د جمعې په ورځ په پاکستان کې په آزاد بازار کې د دغه هیواد پولي واحد د ډالر پر وړاندې نور هم خپل ارزښت له لاسه ورکړ او یو ډالر په ۱۵۰ پاکستانۍ کلدارو پلورل کیده. دا تر اوسه په پاکستان کې د ډالر پر وړاندې د پاکستان د پولي واحد تر ټولو کښته بیه ده. دا په داسې حال کې ده چې همدا څو ورځې تر مخه د پاکستان او پیسو نړیوال صندوق (آی ام اف) تر منځ تړون وشو، چې پاکستان به شپږ میلیارده ډالر پور تر لاسه کوي.

د ډالر پر وړاندې د پاکستان د پولي واحد د ارزښت له لاسه ورکول په دغه هیواد کې د ټولنیزو رسنیو په توده موضوع اوښتې ده. که له یوه اړخه د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف، پلویان دغه څه د تیرو حکومتونو د پالیسو نتیجه بولي نو له بل اړخه د حکومت مخالف کسان د دې مسوولیت د حکومت ناسمه اقتصادي تګلاره یادوي.

د ټولنیزو رسنیو یوه کارکوونکي فهیم، د خپل ټویټر په پیغام کې ادعا کړې ده چې «د پاکستان پيپلز ګوند او پاکستان مسلم لیګ نواز یو څو شتمن پلوي کسان ډیر ډالر رانیسي، څو د روپۍ قدر کم شي او پر حکومت یې تور ولګول شي. یو څوک د خپل هیواد پر وړاندې کله دومره ظالم کیدای شي؟ دوی به د خپلو ناوړه ګټو له پاره خپل هیواد وسوځوي.»

د ټولنیزو رسینو یوه بل کارکوونکي په طنزیه ډول لیکلي دي: «امریکایي ډالر د پاکستان په آزاد بازار کې خپلې لوړې سطحې ته رسیدلی دی. ملګرو ډاریږۍ به نه، ځکه چې لومړی وزیر خوش قیافه دی او نړیوال جام [د کریکټ] یې هم ګټلی دی.»

د پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې په ۱۹۹۲م کال د کریکټ نړیوال جام ګټلی وو، چې هغه مهال د پاکستان اوسنی لومړی وزیر عمران خان، لوبډلمشر وو.

په پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو کې د ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې د ارزښت د لاسه ورکولو په هکله بیلا بیل غبرګونونه ښوول کیږي.

ع.ت س.ر/ق.ن.