1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان، افغانستان او ايساف جنرالانو په کابل کې غونډه وکړه

۱۳۸۹ دی ۴, شنبه

دغه ناسته چې د پاکستان او افغانستان د پوځ لوی درستیزانو هم پکې برخه لرله د دریو واړو ځواکونو تر منځ د دریو اړخیزو امنیتي ناستو په دوام تر سره سوي ده .

https://p.dw.com/p/Qk6K
انځور: DW

د افغانستان له اړخه د غونډي مشري لوی درستیز جنرال شیرمحمد کریمي کوله. په دغه درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان او پاکستان تر منځ په ګډو مسایلو لکه، امنیت، د استخباراتي معلوماتو شر یکول او سرحدي کنټرول خبري وسوي.

د ملي دفاع وزارت یوې سرچینې نن دوچې ویلې ته په دې شرط چې نوم یې وانخیستل سي وویل، جنرالانو په دې هم خبري وکړي چې تر کومه بریده یې په ۲۰۱۰ کال کې ټاکل سوي موخې تر لاسه کړي او کومې یې لا ندي تر لاسه سوي او په وړاندې یې پرتې ستونزي کومي وي.

د افغان، پاکستاني او په افغانستان کې د میشتو ایساف ځواکونو دغه ناسته پر داسي محال تر سره کیږي چې پاکستاني رسنیو د سیمې د یوه مهم بنسټ پاله جنګیالي جلال الدین حقانې د زوی د نیولو خبر ورکړی.

د پاکستان لوی درستیز جنرال پرویز اشفاق کیانې چې کابل ته راغلی له خپل افغان سیال جنرال کریمې سره یې تر لیدو کتو وروسته ویلي چې دا په کابل کې د دریو واړو چارواکو ۲۳مه غونډه وه چې جوړه سوه. په افغانستان کې د میشتو سوله ساتونکو ځواکونو له لوري په افغانستان کې د دغو ځواکونو عمومې قوماندان جنرال دیوید پترویس برخه اخیستي وه. هغه د دغسي ګډو غونډو جوړول د سیمې د امنیت لپاره یو مهم ګام وبلی.

په کابل کې د ایساف له قوماندانۍ څخه هم دوچې ویلې ته په را استول سوي یوه وینا پاڼه کې راغلي چې غونډه والو د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله کې د هغو سیمو پر مشخصولو خبري وکړي چې په ۲۰۱۱ کال کې ګډ ځواکونه یو له بل سره پکې همکاري کولای سي. د دغې ناستې په بله برخه کې د لیزبن د غونډي په اغیزمنتوب هم خبري سوي دي.

د افغان، پاکستاني او ناټو ځواکونو د جنرالانو دغه ناسته پر داسي محال تر سره سوه چې تیره ورځ پاکستاني ځواکونو د جلال الدین حقانې د زوی نصرالدین د نیولو خبر ورکړ. پاکستانیو رسنیو رپوټ ورکړ چې د حقانې زوی نصرالدین حقانې چې مستعار نوم یې ډاکټرخان دی هغه وخت ونیول شو چې له پېښوره یې شمالي وزیرستان ته په موټر کې سفر کاوه.

رپوټونه وایې چې اسلام آباد د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري تر فشار لاندې دی چې د جهادي ډلو په تېره بیا د حقاني شبکې پرضد اقدام وکړي چې په شمالي وزیرستان کې مرکزونه لري او له هماغه ځایه په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه تنظیموي. نصرالدین حقانې د حقانې د بنسټ پالي شبکې مالې سمابلونکی بلل کیده .

افغان کارپوهانو د پاکستان د دولت دغه کار سمبولیک بولي. د پاکستان د چارو افغان مبصر احمد سعیدې وایې که چیرته پاکستان په ریښتینې توګه د بنسټ پالو ځپل پیل کړي نو یو به هم ترینه خلاص نسي خو دغه نیونې نمایشې بڼي لري. د ښاغلي سعیدي وینا ده چې پاکستان په دغه راز عملیاتو باندي له امریکې او نړیوالو څخه د امتیازونو د تر لاسه کولو هڅه کوي او دا کومه نوې خبره نده.

ميرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی