1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان امنیتي وضعيت ورځ تر بلي ويجاړيږي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۵, یکشنبه

د پاکستان د روانو امنيتي حالاتو په اړه د ژورناليست او سياسي چارو کارپوه رحيم الله يوسفزي سره ځانګړې مرکه

https://p.dw.com/p/N5ue
په پاکستان کي وروستۍ چاودني
په پاکستان کي وروستۍ چاودنيانځور: AP

دويچه ويلي: د پاکستان روان امينتي وضعيت تاسي څه ډول ارزيابي کوي..

يوسفزی: په پاکستان کي عمومي امنيت ښه نه دی. په ټول پاکستان کي نا امني ده، خلک تښتول کيږي، بمي چادوني کيږي. په دي تيرو ورځو کي په کوټه، بلوچستان کي چادوني وسوې، په کوهاټ دره کي چادوني وسوې، په پنجاب کي خلک تښتول کيږي. له بلي خوا هلته خلک له دي امله ناراضه دي، چي د برېښنا کمښت رامنځ ته سوی. خلکو په احتجاجونو لاس پوري کړی دی.

دويچه ويلي:په پاکستان کي د طالبانو جوړښت څه ډول دی، هغوی څو ډلي دي او کمه يې د حکومت په وړاندي ډيري ستونزي را ولاړوي؟

يوسفزی:پاکستان کي د طالبانو څو ډلي دي. د هغوي ستره ډله همدغه د تحريک طلبه پاکستان ( TTP )ده چي مشر ي يې پخوا بيت الله محسود کوله. کله چي هغه ووژل شو، بيا حکيم الله محسود په غاړه واخيسته. دغه تنظيم په ټولو قبايلي علاقو کي فعال تنظيم دي. هغوی لا تر اوسه تر يوي کچي له پوځي لحاظه له قوت څخه برخمن دي چي کولای سي په چادونو لاس پوري کړي او يا د پاکستان د پوځ په وړاندي مزاحمت پيدا کړي. ځيني نور طالب ډلي هم شته دي چي يا په شمالي وزيرستان کي دي يا په وانه کي، هغوي تحريک طلبه پاکستان کي شامل نه دي. په وانه کي د طالبانو د ډلي مشري مولوي نذير کوي او په شمالي وزيرستان کي د حافظ ګلبهادر په غاړه ده. هغوي هم طالبان دي او ملا محمد عمر خپل رهبر ګڼي او وايي چي د «افغانستان له جهاد» څخه ملاتړ کوي. دا هغه طالبان دي چي د پاکستان له حکومت سره جنګ کول نه غواړي. بله ډله جهاديان دي چي د هغوي ډيري يي له پنجاب او له سند څخه راغلي دي. دوي ته اکثر پنجابي طالبان وايي. هغوي هم په قبايلي سيمو کي ديره شوي او د حملو لپاره پلانونه جوړوي او په حملو کي ګډون کوي.

دويچه ويلي:له افغان طالبانو سره د هغوی توپير په څه کي دی؟

يوسفزی:توپير په دي کي چي پاکستاني طالبانو کله چي پيدا شول، دا يي وويل چي دوي د افغان طالبانو ملګري دي او ويل يي « افغانستان ته ځو او هلته جنګ کوو». خو د هغوي ډيري اوس د پاکستان د حکومت او د پوځ پر خلاف جنګ کوي. د هغوي اوس ډير لږ کسان افغانستان ته ځي، زيات جنګ په پاکستان کي کوي. د افغان طالبانو جنګ يواځي افغانستان پوري محدود دي. په پاکستان کي د افغان طالبانو ځيني کسان او مشران موجود دي. هغوي دلته پټ دي. هغوي افغانستان ته ځي او هلته جنګ کوي، په پاکستان کي يي نه کوي، دا له پاکستاني طالبانو سره د هغوي فرق دي.

بل دا چي د افغانستان طالبان وايي چي هغوي د بهرنيو ځواکونو پر خلاف جګړه کوي، خو پاکستاني طالبان دلته د خپل پوځ پر خلاف جنګيږي. په دي ډول خلک د دوي تر منځ فرق کوي او وايي چي د «افغانستان طالبان په حق دي» او د پاکستاني طالبانو مخالفت کوي.

دويچه ويلي:خو پاکستان هم په عمومي توګه د طالبانو په وړاندي په خپل چلند کي له يو ډول دوه ګوني سياست څخه کار اخلي، هغه چي د ده په خلاف دي، ور سره جنګيږي او هغه چي د افغانستان په دننه کي په جګړو بوخت دي، د هغوي په مقابل کي له ځغمم څخه کار اخلي.ايا پاکستان فکر نه کوي چي په اوږده موده کي طالبان په مجموع کي د پاکستان او د سيمي د ثبات او امن لپاره خطر جوړوي؟

يوسفزی: نه! پاکستان داسي فکر نه کوي. خبر دا ده چي د پاکستان حکومت سره دومره طاقت نه شته چي د هر چا په مقابل کي جګړه وګړي. پاکستان وايي چي هغه کسان چي د هغه د ګتو په خلاف دي، هغوي سره بايد په لومړي سر کي مقابله وشي. دا ده چي دوي وايي چي پاکستاني طالبان د هغوي لپاره ډير خطر دي او په لومړي سر کي بايد د هغوي په خلاف عمل وشي. د نورو په مقابل کي دي وروسته جګړه وشي. دوي د افغان طالبانو ځيني کسان نيولي دي، د هغوي حيني لا تر اوسه دلته موجود دي، خو د هغو په خلاف پاکستان فعلا عمل نه کوي. په شمالي وزيرستان او وانه کي کوم طالبان چي موجود دي، هغوي سره خو پاکستان اوربند کړي او ورسره يي سوله کړي ده. پاکستان دليل راوړي: که چيري له دغو طالبانو سره جنګ پيل کوي، نو بيا د جګړي لمن پراخيږي او دومره وسايل دوي سره نه شته. بله خبره دا ده چي پاکستان انتظار باسي چي امريکايان او ناتو په افغانستان کي څه کوي، ايا بريالي کيږي که نه؟ له هغي سر سم ښايي پاکستان په خپلي پاليسي کي بدلون راوړي.

دويچه ويلي:د پاکستان ديوکار پوه په توګه، د دې هيواد سياسي راتلونکې څه ډول ارزوی، چي حالات هلته کومي خواته درومي؟

يوسفزی: په پا کستان کي سياسي استحکام ډير مشکل کار دي. پاکستان کي چي کوم ګوند حکومت کوي، هغه اکثرا پنځه کاله معياد نه پوره کوي. مخالفين ټول سره يو ځاي کيږي او د هغه خلاف را پاڅيږي او تحريکات په لاره اچوي.په اوسني وخت کي د پاکستان اقتصادي وضعيت دير خړ پړ دي. خلک ډير تنګ راغلي دي، بيکاري زياته شوي، قيمتي زياته شوي او د بجلي ( بريښنا) کموالي دي. ټول کاروبار په ټپه دريدلي دي. ځيني خلک ډير بي وزلي شوي دي. که دا حالت دوام پيدا کړي، که چيري د خلکو اقتصادي ستونزي بيا په خاصه د بريښنا د کموالي ستونزه حل نه شي، فکر کوم چي د خلکو د احتجاجونو لمن به پراخه شي. بيا نو د مرګ ژوبلو خطر شته دي. بيا به نو حالات خراپ شي. دا د حکومت لپاره لوي چلنج دي. نو زه فکر کوم « که چيري دا حکومت پنځه کاله عمر وکړي، نو دا به يوه لويه معجزه وي.»

مرکه کونکی/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل