1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او افغانستان تر منځ تجارت ډیر کم شوی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۷, جمعه

د پاکستان او افغانستان تر منځ ترینګلو اړیکو د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګرۍ ته سخت زیان اړولی دی. ویل کیږي چې د دغه سوداګرۍ حجم له دوه نیم میلیارده ډالرو څخه اووه سوه میلیونه ډالرو ته رالویدلی دی.

https://p.dw.com/p/2wmFv
Afghanisch-Pakistanische Fachausstellung in Kabul
انځور: DW/H. Sirat

د رامنځ ته شوو ستونزو له کبله که له یوه اړخه پاکستاني سوداګر دې ته اړ دي چې خپل توکي نورو هیوادونو ته یوسي نو له بل اړخه افغان سوداګر هم په نورو هیوادونو کې د بازارونو د موندلو په لټه کې دي.

د دواړو هیوادونو تر منځ د تجارت د کمیدو له کبله په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې د ترانسپورت، د ګمرکي اسنادو د تصفیې شرکتونو اړوند کسان او مزدورکاران له بې کارۍ سره مخامخ دي. که څه هم دواړو هیوادونو د دغه سوداګرۍ حجم د لا ډیریدو هوډ څرګند کړی وو خو داسې بریښي چې په دغه هوډ کې پاتې راغلي دي.

د چارو پوهان داسې اندیښنه څرګندوي چې که چیري حکومتي پالیسي پر خپل ځای پاتي شي نو ښایي د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګرۍ تر دې هم کمه شي.

په خیبر پښتونخوا کې د سودګراۍ خونې مشر زاهد الله شینواري، د دویچه ویله ته وویل: «د دواړو هیوادونو چارواکي نه غواړي چې سوداګري وغوړیږي. پاکستان له تورخم سرحده پر تیریدونکو موټرو بیلا بیل ډول مالیې لګولي دي. په ځواب کې افغان حکومت هم خپلې مالیې لوړې کړي. د دواړو هیوادونو تر منځ په سوداګرۍ کې د ښه والي راوستل له بن بست سره مخامخ دی چې له کبله یي پاکستان په کال کې په میلیونونو ډالر تاوان کوي.»

د هغه په خبره د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګريزه راکړه ورکړه ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته محدوده شوې ده. د رپوټونو له مخې د حکومتي پالیسو له کبله سوداګر د بدیلو مارکیټونو په لټه کې دي او داسې اندیښنه هم څرګندیږي چې ښایي دغه ډول اقدمات د دي سبب شي چې په قاچاقي توګه مالونه ولیږدول شي.

زاهد الله شینواری زیاته کړه: «له افغانستان سره د پاکستان د سوداګریزو پالیسو ۹۵ سلنه زیان د قبایلي سیمو او پښتونخوا خلکو ته اوړي. د تورخم پر پوله د ګمرک، د سوداګرۍ وزارت او نورو حکومتي ادارو چارواکي بیلا بیلې ستونزي رامنځ ته کوي چې د دواړو هیوادونو تر منځ تجارت یې کابو ختم کړی دی.»

د پاکستان او افغانستان تر منځه د تجارتي راکړې وکړې له پاره پنځه بیلابیلې لارې موجودې دي خو په خیبر ایجنسۍ کې د تورخم له لارې تر ټولو زیات تجارت ترسره کیږي. دا په داسې حال کې ده چې له یوې مودې راهیسې د دواړو هیوادونو تر منځ ترینګلتیا، په مالیاتو کې زیاتوالی او د سهولتونو نشتوالی د دې سبب شوی چې پر دغه لاره سوداګریزه راکړه ورکړه کمه شي.

په تورخم کې د ترانسپورتي شرکتونو اتحادیې سره تړاو درلودونکي حاجي عظیم خان، دویچه ویله ته وویل: «د سیستم له کمیپیوټري کیدو سره د یوه [بار وړونکي] موټر د اسنادو تصفیه کیدل د نیم ساعت پر ځای پنځه ساعته وخت نیسي. ترمینل هم نه شته او د عملې له پاره آسانتیاوې هم نه شته. د نوي سیستم له کبله کاروبار هم ډیر خراب شوی دی.»

خو هغه پر دې هم اعتراف وکړ چې د نوي سیستم له کبله ځینې اسانتیاوې هم رامنځ ته شوي دي: «هر ځای د تالاشۍ پوستې ختمې شوي او په یوه ځای کې تالاشي کیږي چې له کبله یې د وخت سپما کیږي. خو که چیرې حکومت د تجارت زیاتول غواړي نو اړتیا ده چې بیرته له پخواني سیستم څخه کار واخیستل شي او یا په دې سیستم کې نورې اسانیاوې رامنځ ته شي.»

یو شمیر کارپوهان هم په دې نظر دي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د زیاتیدو امکان موجود دی خو د دې له پاره پاکستان باید په خپلو قوانینو کې نرمي راولي.

فرید الله خان، پيښور

زموږ له آرشیف څخه: