1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او امریکا خبرې ناکامه شوي دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۹, شنبه

د نیوریاک ټایمز په حواله د امریکا او پاکستان تر منځ خبرې اترې ناکامه شوي دي. دې ورځپاڼې ویلي دي چې د خبرو اترو د ناکامۍ لامل د امریکا له خوا له پاکستان څخه د تیر کال د نومبر د میاشتې د پېښې له کبله د بخښنې نه غوښتل دي.

https://p.dw.com/p/14mMy
انځور: AP

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د شنبې په ورځ لیکلي دي چې د پاکستان او افغانستان له پاره د متحده ایالاتو ځانگړی استازی مارک گروسمن، د جمعې په ورځ له پاکستان څخه پرته له دې چې د دې هیواد له چارواکو سره کومې پایلې ته ورسیږي امریکا ته ولاړ.

گروسمن په پاکستان کې د دوو ورځو له پاره د دغه هیواد له چارواکو سره خبرې اترې وکړې چې د امریکا او پاکستان ترمنځ ترینگلې اړیکې یو څه سمې کړي خو ورځپاڼې لیکلي دي چې د گروسمن خبرو کومې پایلې نه درلودلې.

د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې هغه مهال تر بل هر وخت ډیرې ترینگلې شوې چې د تیر کال د نومبر د میاشتې په ۲۶ نیټه د ناټو یوې الوتکې د پاکستان او افغانستان پولې ته څیرمه ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل.

پاکستان وايي چې دا پېښه د امریکايي ځواکونو له خوا رامنځ ته شوې ده او هغوی ئې باید له کبله بخښنه وغواړي خو امریکا د پېښې له کبله د بخښنې له غوښتلو څخه ډډه کوي. تر دې پېښې وروسته پاکستان د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر مخ افغانستان سره خپله پوله تړلې ده.

نیوریاک ټایمز ویلي دي چې د اوباما ادارې د روان کال د اپریل د میاشتې تر ۱۵ نیټې پورې هم پر دې خبرې کولې چې ایا د پاکستان د راضي کولو له پاره له دغه هیواد څخه بخښنه وغواړي او که نه. خو ورځپاڼې، د اوباما د ادارې د یوه غړي په حواله چې نوم ئې نه دئ اخیستل شوي لیکلي دي چې د اپریل په میاشت کۍ پر کابل او د افغانستان پر یو شمیر نورو ولایتونو باندې د یاغیانو بریدونو دغې موضوع ته یو بل رنگ ورکړ او له پاکستان څخه د بخښنې غوښتلو بحث ئې له منځه یووړ.

د ورځپاڼې په حواله د متحده ایالاتو استخباراتي شبکي په دې باور دي چې پر کابل او نورو ښارونو باندې د اپریل د میاشتې بریدونه د حقاني د ډلې له خوا ترسره شوي ول. ویل کیږي چې دا ډله د پاکستان په شمالي وزیرستان کې میشته ده. د ورځپاڼې په خبره اوس نو متحده ایالات نه غواړي چې له پاکستان څخه بخښنه وغواړي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې تر هغه پورې چې امریکا له پاکستان څخه بخښنه و نه غواړي، پاکستان نه شي کولای چې خپلې پولې د ناټو پر مخ پرانیزي. امریکا هم پر پاکستان باندې خپلې په میلیاردونو ډالرو پوځي مرستې درولي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض