1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او امریکا د لومړيتوبونو کړکېچ دوام لري

۱۳۹۰ خرداد ۲۸, شنبه

د کوم وخت راهيسي چي د القايدې پخوانی مشر، اسامه بن لادن، و اسلام آباد ته څېرمه په اېبټ آباد کي د امریکايانو لخوا ووژل شو، د پاکستان او امريکا اړیکي له بل هر څخه ډیري ترنګړی شوي دي.

https://p.dw.com/p/11el5
‌آررشیف انځور
‌آررشیف انځورانځور: AP

کله چي د پاکستان په تلويزيون کي د پاکستان او امريکا د خپل منځي اړيکو خبره کيږي نو بعضي وخت دغه د يوې تلويزيوني ډرامې په څېر د ډراماټيک انداز څخه کار اخيستل کيږي. د امنتي چارو پاکستانی کارپوه ضفر هلالي د واشنگټن او اسلام آباد د اړيکو په هکله وايي:

« دغه د ميني او نفرت اړيکه ده چي ضروري خو ډېره پېچلې ده. اصلي خبره خو دا ده چي موږ او دوی بېلابېل لومړيتوبونه او لوېوالتياوي تعاقيبوؤ.»

خو ښايي تر نور هر څخه زوروره ضربه د پاکستاني پوځ پر غرور دا وي چي و اسلام آباد ته څېرمه په اېبټ آباد کي د القايدې مشر اُسامه بن لادن ووژل سو. هغه پداسي حال کي چي امريکايي ځانگړو عسکرو دغه کار وکړی او پاکستاني چارواکي يې نه وه په خبر کړي. دغه کار د پاکستان پوځ سخت ناراضه کړی ؤ او په پاکستان کي يې د امريکاضد احساساتو ته هوا ورکړې وه.

د امريکايي عسکرو لخوا د اُسامه بن لادن په وړاندي د پټو عملياتو په غچ کي پاکستان په لومړي قدم کي د سي آی اې هغه مشر بېنقابه کړی چي په پاکستان کي يې د سي آی اې عمليات پر مخ بېول. په دويم قدم پاکستان د امريکا څخه وغوښتل چي هغه 130 امريکايان دي د پاکستان څخه وباسي چي پدغه هيواد کي يې د پوځي روزنې دنده تره سره کوله. په وروستيو کي بيا د سي آی اې د هغو پاکستاني او بهرني اجنټانو او معلومات ورکوؤنکو د نيول کېدلو خبرونه ورکول سوله چي د اېبټ آباد په عملياتو کي يې د امريکا سره کومک کړی ؤ.

د امریکا د متحده ايالتونو برحاله د دفاعي چارو وزير رابرټ گېټس د پاکستان دغو اقداماتو ته په سړه سينه غبرگون ښيي. کله چي د امريکا په کانگرېس کي د گېټس څخه و پاکستان ته په اشاره پوښتنه وسوه چي ايا دا يوه عادي خبره ده چي د امريکا ملاتړي او ټلوالې دي ونيول سي. نو د رابرټ گېټس جواب دا ؤ چي هو دا کله کله پيښيږي.

د رابرټ گېټس دغه سيخ او لنډ جواب ښايي پاکستان هم تر لاسه کړی وي خو ښايي د ډيرۍ خوشالۍ سبب يې هم نه وي گرځېدلی. په همدې راز ښايي پاکستان په دې ډېر نه وي خوښ چي د امريکا په رسنيو کي داسي راپورونه خپاره سوي چي د امريکا سره د ښو اړيکو لرلو په سبب د پاکستاني پوځ مشر اشفاق کياني د خپلې دندې د تر لاسه ورکولو د گواښ سره مخامخ دی.

واشنگټن په افغانستان کي د طالبانو پر ضد په مبارزه کي او په پاکستان کي د القايدې د جوړښتونو د له منځه وړلو لپاره د پاکستان و همکارۍ ته اړ دی. داسي اټکل کيږي چي د القايدې نوی مشر ايمان الظواهري به د پاکستان په قبايلي سيمو کي چيري پټ وي. د پاکستاني کارپوه ظفر هلالي په وينا ښايي پاکستان د الظواهري په ترځ کي د امريکا سره مرسته کولو ته نور زړه ښه نه کړي:

« القايده زموږ لپاره کوم گواښ ندی بلکه موږ د ستراتيژيکي راگېرېدني يا محصرې څخه بيريږو.»

هلالي زياتوي چي پاکستان د سويل ختيځ لخوا د خپل دُښمن هيواد هند، د شمال لوېديځ لخوا د هند پلوي افغانستان او په کور کي دننه د توندلارو د گواښ سره مخامخ دی.

پداسي حال کي چي د پاکستان بعضي سياسي، پوځي او استخباراتي حلقې و توندلاره اسلامپالنې ته د شک او د گواښ په سترگه گوري، داسي نوري حلقې هم سته چي تر اوسه پوري د اورپکو سره اړيکي ساتي.

پاکستانی ژورنالست شاهزېب جيلاني وايي چي په ښکاره سره د توندو خبرو د تبادلې باوجوده به پاکستان او امريکا په ډيرو شعبو کي يو د بل سره همکارۍ ته دوام ورکړي:

« دواړه اړخونو پدې ښه پوهيږي چي ډېر څه د گواښ سره مخامخ دي او له همدې وجې دواړه اړخونه و همکارۍ ته اړ دي.»

د پاتي همکارۍ په ترځ کي د بېلگي په توگه اوس هم امریکايي بې پيلوټه الوتکي د پاکستانۍ مځکه څخه د پاکستان قبايلي سيمي په نخښه کوي. له بلې خوا پاکستان اوس هم و امريکا ته د اقتصادي او پوځي مرستو په ډگر کي اړ دی. خو يو پر بل د شکونو له امله د اسلام آباد او واشنگټن د اړيکو و بنسټونو ته سخت زيانونه اوښتي دي. امریکا او پاکستان چي د خپلو گټو په خاطر يو بل ته ډېر نژدې وه اوس يې تر منځ ډېر واټن راغلی دی.

زابينه ماتای/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش