1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او هندوستان تر منځ اړیکي

مسعود جهش (مورالي کریشان)۱۳۹۱ دی ۲۷, چهارشنبه

کارپوهان وایي چې په کشمیر کې د پاکستاني او هندي سرتیرو له خوا پر یو بل ډزې کول کومه نوې خبره نه ده. هغوی زیاتوي چې که څه هم په هندوستان کې د پاکستان پر ضد د اقداماتو غوښتنې کیږي خو ښايي دغه هیواد داسې کوم څه ونه کړي.

https://p.dw.com/p/17KjS
انځور: BEHROUZ MEHRI/AFP/Getty Images

د پاکستان او هندوستان تر منځ اړیکې د دوو هندي سرتیرو تر وژل کیدو وروسته ترینګلې شوې دي. ویل کیږي چې پاکستاني سرتیرو د روانې میاشتې پر لسمه نیټه د دغو دوو هندي سرتیرو له یوه څخه سر پرې کړی وو.

دغه پېښه د کشمیر په هغه سیمه کې رامنځته شوې ده چې پاکستان او هندوستان ورته د کنترول کرښه یا «Line of Control» وایي. دغه کرښه د نړیوالي ټولنې له خوا د پاکستان او هندوستان تر منځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت نه ده پیژندل شوې، خو دغه دواړه هیوادونه یې اوس له یو بل سره خپله پوله بولي.

پاکستاني چارواکو دا خبره رد کړې ده چې د هغوی سرتیرو دوه تنه هندي عسکر وژلي دي. دغه هیواد خو بیرته پر هندوستان باندې تور لګولی دی چې ګويا یو تن پاکستانی سرتیری یې وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.

په داسې حال کې چې د هندوستان د پوځ مشر پاکستان ته ګواښ کړی وو چې ځواکونه به یې د هر پاروونکي عمل ځواب ورکړي، د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي: «موږ تر خپل وروستي حد پورې هڅه کوو چې سوله زیانمنه نه شي. د نه سولې زیان د هغې د پانگوني په پرتله ډير دی. ځکه نو موږ نن هم [سولې ته] ژمن یو.»

دا په دې معنی چې هندوستان له پاکستان سره کړکېچن وضعیت ته چندان لیوالتیا نه لري او له همدې کبله د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر د خپل پوځ د مشر خبري تر یوه حد پورې رد کړې.

پخوانۍ کیسه

په داسې حال کې چې وروستیو پېښو په نوي ډهلي کې یو شمیر کسان په غوسه کړي دي، کارپوهان وایي چې د «کنترول د کرښې» پر سر تاوتریخوالی، کومه نوې کیسه نه ده. د هندوستان دفاعي چارو کارپوه شیشر ګوبتا، په دې اړه وایي: «د کنترول د کرښې پر سر شخړه له ۱۹۴۸ کال راهیسې چې هندوستان او پاکستان د کشمیر پر سر جګړه وکړه، یوه عادې خبره ده. د کرښې پر سر ډزي او بیا وژنې د دواړو هیوادونو تر منځ د پېچلو پیغامونو د تبادلې یوه برخه ده.»

د هوایي ځواکونو پخوانې مارشال کپیل کاک، وایي چې دغه ډول پېښي به په راتلونکې کې هم دوام ولري. هغه زیاتوي: «موږ دغه ډول پېښي په ۲۰۱۱، ۲۰۰۳ او ۲۰۰۰ کلونو کې لرلې. په دغو کلونو کې هم دواړو اړخونو د یو بل سرتیري وژلي ول... هغه څه چې د اندیښنې وړ دي، هغه دا دي چې وروستۍ پېښي په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې دواړو هیوادونو د سولې پر بهیر باندي ډیره پانګونه کړې ده.»

د وضعیت د لا خرابیدو د مخنیوي ستراتیژي

تر اوسه پورې د وروستیو وژنو پر وړاندي یوازې لفظي غبرګونونه ښوول شوي دي. خو دغې موضوع د سپورټ په برخه کې د هندوستان او پاکستان پر اړیکو باندي اغېزه کړې ده. په پلان کې ده چې د هندوستان د «هاکي په لیګ» کې نهه تنه پاکستاني لوبغاړي هم ګډون وکړي، خو د هغوی د ګډون پر وړاندي په دغه هیواد کې ډیرې مظاهرې شوې دي.

د پاکستان د چارو کارپوه امیت بروا، وايي چې اوس د پاکستان او هندوستان د پوځونو تر منځ خبرو اترو ته اړتیا شته ترڅو د کنترول پر کرښې بیرته د اعتماد فضا رامنځته شي.

په داسې حال کې چې د پاکستان او هندوستان تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي، دواړه هیوادونه په دې خبره پوهیږي چې که د هغوی تر منځ کومه جګړه وشي، نو متحده ایالات او چین به ډیر ژر غبرګون وښيي او په دې جګړه کې به مداخله وکړي.

کارپوهان وایي چې د پاکستاني او هندي ځواکونو له خوا پر یو بل باندې بریدونه، کومه نوې خبره نه ده.
کارپوهان وایي چې د پاکستاني او هندي ځواکونو له خوا پر یو بل باندې بریدونه، کومه نوې خبره نه ده.انځور: Reuters
د کنترول کرښه
د کنترول کرښهانځور: Reuters
د پاکستان او هندوستان تر منځ پر پوله، هندي سرتیري.
د پاکستان او هندوستان تر منځ پر پوله، هندي سرتیري.انځور: dapd