1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او چين ملگرتیا

احمد ولي اڅکزی (اني بوک)۱۳۹۲ خرداد ۲, پنجشنبه

پاکستان ته د چين د لومړي وزير لي کي چيانگ، سفر په دغه هیواد کي د ترهگرۍ د گواښ تر سيوري لاندې ترسره سو. لي تر هندوستان وروسته پاکستان ته سفر وکړ.

https://p.dw.com/p/18cVH
Bildnummer: 59677058 Datum: 22.05.2013 Copyright: imago/Xinhua (130522) -- ISLAMABAD, May 22, 2013 (Xinhua) -- Chinese Premier Li Keqiang (C, front) is welcomed by Pakistani President Asif Ali Zardari and interim Prime Minister Mir Hazar Khan Khoso upon his arrival in Islamabad, Pakistan, May 22, 2013. Li Keqiang arrived here Wednesday for an official visit to Pakistan. (Xinhua/Ju Peng) (mp) PAKISTAN-CHINA-LI KEQIANG-ARRIVAL PUBLICATIONxNOTxINxCHN People Politik premiumd x0x xkg 2013 quer 59677058 Date 22 05 2013 Copyright Imago XINHUA Islamabad May 22 2013 XINHUA Chinese Premier left Keqiang C Front IS WELCOMED by Pakistani President Asif Ali Zardari and Interim Prime Ministers me Hazar Khan UPON His Arrival in Islamabad Pakistan May 22 2013 left Keqiang arrived Here Wednesday for to Official Visit to Pakistan XINHUA JU Peng MP Pakistan China left Keqiang Arrival PUBLICATIONxNOTxINxCHN Celebrities politics premiumd x0x xkg 2013 horizontal
Pakistan - chinesischer Ministerpräsident Li Keqiangانځور: imago

د پاکستان او چين د ملگرتیا له پاره دواړه هيوادونه د «تر غرونو هسکه، تر سمندرونو ژوره» اصطلاح کاروي. په ۲۰۱۱ کال کې دواړو هيوادونو د خپلو دیپلوماتيکو اړيکو ۶۰ مه کليزه ولمانځله. د دغې ملگرۍ اصلي بنسټ له هند سره د دواړو هيوادونو رقابت او دښمني ده. پاکستان ته د چين د لومړي وزير لي کي چيانگ، لومړی سفر په دغه هیواد کي تر پارلماني ټاکنو یوازې لږ وروسته ترسره کيږي. د لندن مېشتې کېتم هاوس څېړنيز انستيتيوت غړې روشين کابراجي، د چين او پاکستان د اړيکو په هکله وايي: «د دواړو هيوادونو د اړيکو مرکزي ټکې هغه گډې ستراتيژيکي لېوالتياوې دي چي چين یې تعینوي.»

ستراتيژيکه ملگرتیا

د چين او پاکستان تر منځ د اړيکو يو مهم عنصر د دواړو هيوادونو نزدې پوځي ملگرتیا ده. چین پاکستان ته تر بل هر هیواد ډیرې وسلې ورکوي. له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې چین د خپلو وسلو د صادراتو ۵۵ سلنه پاکستان ته کړي دي. د پاکستان د اتومي بنسټيزو جوړښتونو په رامنځ ته کولو کي هم چين په لويه کچه مرسته کړې ده.

له پاکستان سره ستراتيژيکه ملگرتیا د چين له پاره د جيوستراتيژيکو لاملونو له کبله ډیر اهميت لري. د دغې ملگرتیا له لارې په سويلي آسيا کي د هندوستان د لا ډیر نفوذ مخه نیول کیږي. له بل اړخه پاکستان تر اوسه پورې په لويه کچه له چين څخه پوځي او تخنيکي تجهيزات تر لاسه کړي دي. که څه پاکستان د متحده ايالاتو ملياردونو ډالرو مرستو ته اړ دی خو اسلام آباد چين ته د بهتره او زیات اعتماد وړ شريک په توگه گوري. که له یوې خوا په پاکستان کې د بن لادن وژنې او د دغه هیواد په خاوره کي د امريکايي بې پیلوټه الوتکو بريدونه د اسلام آباد او واشنگټن تر منځ اړيکې حساسې کړې دي، خو له بلې خوا بیا پاکستان او چین د بل هر وخت په پرتله له یو بل سره لا ډیر نزدې شوې دي.

د گوادر پروژې ناڅرگنده راتلونکې

په تيرو کلنو کي د پاکستان او چين تر منځ په اقتصادي اړیکو کي زياتوالی راغلی دی. چين د پاکستان تر ټولو مهم تجارتي شريک دی. په عيني حال کي چين د پاکستان د بنسټيزه جوړښتونو په سترو پروژه کي پانگونه کوي. په دغو پروژو کي د گوادر د بندر پروژه هم شامله ده چي د پاکستان په بلوچستان ايالت کي موقعیت لري. د پاکستان حکومت د روان مېلادي کال په فبروري مياشت کي د دغه بندر اوپراتيفي کنترول یوه چينایي شرکت ته وسپاره.

د گوادر بندر په خليج کي عمان ته ډېر نزدې پروت دی او په ستراتيژيکه توگه ډیر زيات ارزښت لري. چين پر دې ټينگار کوي چي دغه بندر به يوازې د تجارتي مالونو د لیږدولو په موخه وکاروي. خو هندوستان او متحده ايالات دا اندېښنه لري چي چين به دغه بندر د سمندري پوځ د قرارگاه په توگه وکاروي. دا په داسې حال کې ده چې د دغه بندر د جوړېدو بهیر په بلوچستان کې د ناقراریو له کبله ځنډیدلی دی او په مشکل سره پر مخ ځي. د بلوچستان د ايالت بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې د خپلواکي له پاره وسله واله مبارزه کوي. کارپوهان اټکل کوي چي دغه پروژه به په نزدې راتلونکې کي بشپړه نه سي.

چین د افغانستان او پاکستاني توندلاریتوب په اړه اندیښمن دی

له جرمن مارشال فند په نوم امريکايي انستيتيوت څخه اندريو سمال، دویچه ویله سره په یوه ځانکړې مرکه کې وویل چي د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي اړيکې له یوه خنډ سره مخامخې دي. هغه زياته کړه: «که څه هم د پاکستان او چين تر منځ اقتصادي شراکت زيات سوی دی، خو پايلي يې د هيلو څخه ډيرې کمې دي.»

سمال وايي چي په تيرو کلنو کي گڼ شمېر گډې پروژې له ستونزو سره مل او په ټيټه کچه پر مخ تللې دي. د نوموړي په وينا د دې يو لامل په پاکستان کي امنيتي ستونزې دي چي له کبله يې چينایي شرکتونه د خپلو همکارانو له پاره په پاکستان کي گواښ احساسوي. سمال له همدې کبله د پاکستان او چين د «پياوړي او دايمي» ملگرتیا محدوديتونو ته اشاره کوي.

چين په پاکستان کي د ترهگرۍ او توندلاريتوب ستونزو ډېر اندېښمن کړی دی. چين بېره لري چي د پاکستان د توندلارو له خوا په چين کي د اويغورو د توندلارو سره مرستي تر سره کېدلای سي. له بل اړخه چين د پاکستان د گاونډي هيواد افغانستان په هکله هم اندېښنې لري. په زياته بيا له دغه هيواد څخه د بهرنيو سرتیرو تر وتلو وروسته. چين غواړي چې په افغانستان کې ثبات راشي ځکه دغه هیواد په افغانستان کې د توندلارو له پياوړي کېدو څخه گواښ احساسوي. چين په افغانستان کي د سترو پانگه اچوونکو څخه يو هيواد دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب