1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان اټومي وسلې څونه خوندي دي

۱۳۸۸ مهر ۲۸, سه‌شنبه

مېرمن هلري کلنټن او د دې انگرېزی ملگری داويد ملي بانډ لږ وخت مخکې په يوه نظر وو چې: که څه هم پاکستان د ترهگرو لخوا د مرگ له خطر سره مخامخ دئ، خو دا خطر نشته چې د هغه هېواد اټومي وسلې به غلطو لاسونو ته ورځي...

https://p.dw.com/p/KB5F
نيم کال وړاندې کلنټن بل څه ويل: چې پاکستان خپلې اتومي وسلې قريب په 12 ځايونو وېشلې او د دې خطر ډېر زيات دئ، چې يو يا بل ځای به د طالبانو يا القاعدې لاس ته ورځي
نيم کال وړاندې کلنټن بل څه ويل: چې پاکستان خپلې اتومي وسلې قريب په 12 ځايونو وېشلې او د دې خطر ډېر زيات دئ، چې يو يا بل ځای به د طالبانو يا القاعدې لاس ته ورځيانځور: AP/Montage DW

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د سياسي چارو مبصير پطر فليپ ليکي: هسې يو څو گهنټې مخکې د پاکستان د پوځ په مرکزي قرارگاه کې يوه 22 ساعته يرغمل نيونه پای ته رسېدلې وه - د هغه ادارې په زړه کې، کومه چې تر اوسه پورې د پاکستان د اتومي وسلو ضامنه بلل کېده.

نيم کال وړاندې کلنټن بل څه ويل: چې پاکستان خپلې اتومي وسلې قريب په 12 ځايونو وېشلې او د دې خطر ډېر زيات دئ، چې يو يا بل ځای به د طالبانو يا القاعدې لاس ته ورځي. داسې آوازې او اټکلونه تر اوسه پورې تل د پاکستان پوځ رد کول او ويل يې، چې اول خو دوی د هستوي وسلو پر ځېرمو باندې پوره کنترول لري، برسېره پر دې هلته گټې اخيستلو ته چمتو اتومي وسلې نشته، بلکه هر څه په ډېره پاملرنه سره يو له بل نه بېل شويدي: اور اچوونکي توکي له چاودېدونکو توکو نه بېل او چاودېدونکې گولۍ له وړونکې برخې څخه بېلې. يواځې د سپتمبر له 11 نېټې راپدېخوا د پاکستان پوځ خپلې اتومې ځېرمې په شپږو ځايونو کې تيت کړېدي.

د کارپوهانو د اټکل له مخې پاکستان 50 اتومي گولۍ او له 800 کيلوگرامه څخه زيات غني يورانيم، چې د 55 اتومي بمونو د جوړونې د پاره بس دي لري. دا په لوړه کچه غني يا چڼول شوي يورانيم خو بيا له دې کبله ډېر خطرناک گڼل کيږي، چې غير دولتې کوم څوک لکه طالبانو غوندې هم د اتومي وسلو د جوړولو په غرض گټه ترې اخيستی شي. همدا شان گمان کيږي چې پاکستان يوه زياته اندازه د وسلو جوړولو وړ پلوتونيم لري، کوم چې د قريب نيم درجن يا شپږو بمونو د جوړولو د پاره بس کيږي.

د سپتمبر له 11 نېټې راپدېخوا د پاکستان پوځ خپلې اتومې ځېرمې په شپږو ځايونو کې تيت کړېدي.
د سپتمبر له 11 نېټې راپدېخوا د پاکستان پوځ خپلې اتومې ځېرمې په شپږو ځايونو کې تيت کړېدي.انځور: DW

هدف ته د اتومي بمونو د رسونې په منظور پاکستان لنډ واټنه هاتف ډوله توغوندي، او د منځني واټن شاهين ډوله توغوندي لري، کوم چې له نيم ټن يا 500 کيلوگرامه بار سره له 300 څخه تر 2000 کيلومترو واټن وهلی شي، او د گهوري په نامه راکټونه چې له 700 کيلوگرامه بار سره 1500 کليومتره ليرې ځي. له دې سره يې د گاونډي هېواد هندوستان ټوله سيمه تر چتر لاندې ده. د پاکستاني بمونو پس منظر او اصلي هدف دا دئ چې: د 1971 کال په جگړه کې يې ختيز پاکستان له لاسه ورکړ او له هغه وروسته هندوستان په 1974 کال کې لومړۍ اتومي آزموينه سر ته ورسوله هم هغه دي چې پاکستان له 1972 ميلادي کال راهيسې د خپل په اصطلاح اسلامي اتومي بم د جوړونې په هڅه کې شو. مرسته ورسره تر ټولو زياته چين کوله او د اهميت وړ رول پکې د پاکستان اتوم پوه قادرخان درلود، چا چې په آلمان او هالنډ کې لوړې زده گړې او کار کړی وو. خو تر 1998 کاله پورې يې دوام وکړ، تر څو پاکستان خپله لومړۍ اتومي آزموينه وکولی شوای.

پاکستان هم د هندوستان غوندې د اتومي وسلو د بندونې نړيوال تړون نه دئ لاسليک کړی او دا ټينگار کوي، چې تر څو هندوستان دا کار نه وي کړی، دوی يې نه شي کولی.

Philipp, Peter/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل