1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پاکستان بې همکارۍ په افغانستان کې سوله نه شي راتلی»

۱۳۹۶ تیر ۱۲, دوشنبه

د امریکا سناتور جان مکین ویلي دي چې د پاکستان بې همکارۍ په افغانستان او سیمه کې سوله نه شي ټینگيدای. هغه په داسې وخت کې اسلام آباد ته سفر کړی چې هيواد يې د افغانستان د ستراتیژۍ په هکله له سره غوره کوي.

https://p.dw.com/p/2fohi
USA McCain Senator republikaner Außenpolitik
انځور: picture alliance

د امریکا متحدو ایالتو د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو د جرگه گۍ مشر جان مکین د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز او د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدلي دي.

مکین د یکشنبې په ورځ له یوه پاکستاني تلویزوني چېنل سره په خبرو کې ویلي دي: «اوسمهال زموږ اړیکي تر بل هر وخت ډیري مهمي دي.»

دوو لويو امریکایي چارواکو تیره میاشت رویټرز خبري آژانس ته ویلي ول چې د ولسمشر ترمپ اداره په پاکستان کې د میشتو یاغي ډلو له کبله چې په افغانستان کې بریدونه تر سره کوي، د اسلام آباد پر وړاندي د یوه سخت دریځ غوره کولو په هڅه کې ده.

د جان مکین په خبره «موږ به په سیمه کې بې پاکستانه سوله و نه لرو.» له مکین سره په دغه سفر کې سناتوران لیندسي گراهام، ایلزبت وارن، شیلدون وایټ هاوس او ډیویډ پرډو هم ملتیا کوي.

سرتاج عزیز چې د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار دی، ویلي دي چې «په سیمه او تر هغې ورهاخوا سولي او ثبات ته د لاس رسي له پاره د پاکستان او متحدو ایالاتو تر منځ ستراتیژیک مشارکت مهم دی.»

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې د کارپوهانو له قوله لیکلي دي چې په پاکستان کې د یاغیانو خوندي پټنځایونو دا فرصت برابر کړی دی چې ياغيان په افغانستان کې بریدونه پلان کړي او تر ځمکني یرغل وروسته بیرته ځانونه سمبال کړي. انتقاد کوونکي دا هم وایي چې پاکستان د ځینو ډلو، لکه حقاني شبکې د ځپلو له پاره پوره څه نه دي کړي.

پاکستان بیا استدلال کوي چې د ترهگرو د په نخښه کولو له پاره یې له امريکا سره ډیره مرسته کړې او وایي چې د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې یې د بریدونو په ترڅ کې ډیر خلک وژل شوي دي.

پاکستان تیره اوونۍ هغه وخت ډیر سخت غبرگون وښود چې د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د جون میاشتې پر ۲۶مه نېټه د کشمیري یاغیانو د یوې ستري ډلې مشر سید صلاح الدین د ترهگر په توگه ونوماوه. پاکستان پر امريکا باندي د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د هیلو د پوره کولو تور ولگاوه.

د پاکستان د پوځ له خوا هم په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې لوی درستیز جنرال قمر باجوه د امنیت له پاره د امريکا متحدو ایالاتو همکاري د «کلیدي فکتور» په توگه یاده کړې ده او ویل شوي دي چې مکین د پاکستان او افغانستان تر منځ د همکارۍ پر مهمتیا باندي ټینگار کړی دی.