1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آی ایس آی نوی مشر څوک دی؟

۱۳۹۸ خرداد ۲۷, دوشنبه

د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په برخه کې تجربه لرونکی قوماندان ډګر جنرال فیض حمید د آی ایس آی د نوي مشر په توګه ګمارلی دی. نوموړی به د جنرال عاصم منير ځای ونيسي.

https://p.dw.com/p/3KZM1
Screenshot Youtube - GNN
انځور: Youtube

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جون میاشتې په ۱۶مه نیټه) د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا آی ایس آی له پاره یې یوه داسې نوې څیره ټاکلې چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې تجربه لري. د پاکستان د پوځ د اعلامیې په حواله، ډګر جنرال فیض حمید به له دې وروسته د آی ایس آی مشري په غاړه ولري.

د پاکستان د پوځ استخباراتي اداره یا آی ایس آی له اسلامپاله ترهګرو سره د مبارزې او همدا راز په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې مهمه اداره ګڼل کیږي. تر دې وړاندې حمید د آی ایس آی د ترهګرۍ ضد د څانګې مشري په غاړه درلوده چې تر ډیره پورې یې د القاعدې او د دوی د متحدینو طالبانو سره د مبارزې په برخه کې د جګړې ستراتیژې طرحې جوړولې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پر استخباراتي ادارې یا آی ایس آی باندې زیاتره وخت په ګاونډي هيوادونو افغانستان او هند کې د نیابتي جګړې په موخه د افغان طالبانو او نورو جهادي ډلو د ملاتړ تور پورې کیږي. تر ډګر جنرال حمید وړاندې ډګر جنرال عاصم منیر د آی اس آی مشري پر غاړه درلوده چې له یوه کال څخه تر کمې مودې کار کولو وروسته یې اوس پر ځای نوی پوځي جنرال ټاکل شوی دی.

د پاکستان په پوځ کې دغه راز غیر عادي بدلونونه په داسې حال کې رامخې ته کیږي چې د پاکستان د پوځ د لوي درستیز د درې کلنې کاري دورې پای ته یوازې څو میاشتې پاتې دی. ټاکل شوې چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه به د روان میلادي کال په نومبر میاشتې کې خپل مسولیت نوي پوځي جنرال ته وسپاري.

ډګر جنرال حمید د جنرال باجوه نیږدې ملګری بلل کیږي او احتمالاً نوموړی د پوځ په ګټه د پاکستان د تیرو ټاکنو د تنظیم تر شاه اصلي څیره ده. تیرکال یوه جګپوړي پاکستاني قاضي د پاکستان پر غښتلې استخباراتي ادارې د دې هیواد په ټاکنو کې د لاس وهنې تور پورې کړ او تر دغو څرګندونو څو ورځې وروسته بیا نوموړی قاضي له دندې لیرې کړل شو. د شوکت صدیقي په نامه نوموړي قاضي پر جنرال حمید تور پورې کړی وو چې نوموړي د پوځ په ګټه د محکمې د پریکړې غوښتنه کړې وه.

kh/bs (DPA)