1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د حکومت او طالبانو تر منځ خبري اتري

شکور رحيم/ سيد رياض۱۳۹۳ فروردین ۶, چهارشنبه

د پاکستان د حکومتي کمیټۍ او منع کړل شوي تحریک طالبان پاکستان د مرکزي شورا د استازو تر منځ مستقیمي خبري اتري په وزیرستان کې پیل شوي دي. د دې خبرو اترو ځای پټ ساتل شوی دی.

https://p.dw.com/p/1BW7j
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

که څه هم د پاکستان د حکومتي کمیټې او د طالبانو د مرکزي شورا تر منځ د خبرو اترو ځای نه دی ښوول شوی، خو ځایي رسنیو ویلي دي چې دغه خبري اتري د خیبر پښتونخوا ایالت د هنگو په ټل سیمه کې تر سره کیږي. د طالبانو د مذاکراتي کمېټې مشر مولانا سمیع الحق، پخپله په لومړي وار په دغو خبرو اترو کې گډون لري.

د مولانا سمیع الحق یوه مرستیال احمد شاه، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې په دغو خبرو اترو کې د اوربند غځول په لومړیتوبونو کې ځای لري. تر دې دمخه د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د مارچ۲۶) د حکومت او طالبانو د خبرو اترو د کمېټو استازي له پیښور څخه د د یوې څرخي الوتکې په واسطه د خبرو اترو له پاره د يوه نا معلوم ځای پر لور والوتل.

په حکومتي کمیټۍ کې جگپوړي بیوروکراتان حبیب الله خټک، ارباب عارف، فواد حسن او په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مهمند شامل دي. د طالبانو د کمیټې د یوه غړي پروفیسر ابراهیم د وینا له مخې د طالبانو د شورا استازیتوب قاري شکیل، اعظم طارق، مولوي ذاکر او مولوي بشیر کوي. حکومتي چارواکي وایي چې د حکومت او طالبانو د شورا تر منځ د خبرو اترو بهیر د امن پر لور یو مهم گام دی.

د کورنیو چارو فدرالي وزیر بلیغ الرحمن، د چهارشنبې په ورځ په اسلام آباد کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل: «په دغو ټولو مذاکراتو کې د حکومت جدي توب موجود دی له همدې وجې حالات تر دې ځایه رارسیدلي دي. په دې کې چې کله لازمه وگڼل شي کوم گام چې وي تر سره به شي. د ضرورت پر وخت به د اعتماد جوړوني له پاره نور گامونه واخيستل شي، خو په اوسني وخت کې هر څه پر سم لور روان دي او په دې کې د ښه والي د راتلو هیله باید وشي.»

له بله پلوه په پارلمان کې د اپوزیسیون گوندونو استازي د دغو خبرو اترو د کامیابۍ ډیره هیله نه لري. د پاکستان پيپلز گوند سناتور فرحت الله بابر وایي چې دوی په دې باور نه دي چې د حکومت او طالبانو تر منځ به خبري اتري کامیابه شي. فرحت الله بابر په اسلام آباد کې یوه سیمینار ته د وینا پر مهال وویل چې طالبانو د پیپلز گوند له حکومت سره هم تړنونه کړي ول، خو هغه یې بیا مات کړل.

د «متحده قومي مومنټ» گوند یوه مشر فاروق ستار، ویلي دي چې حکومت د سپتمبر میاشتي تر نهمې نیټې وروسته، له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه هیڅ کوم سیاسي گوند په اعتماد کې نه دی اخیستی. له دویچه ویله سره په خبرو کې فاروق ستار وويل چې د خبرو اترو د ناکامۍ په صورت کې به مسئولیت د حکومت پر غاړه وي.

که څه هم د حکومت او طالبانو د گوند چې په پاکستان کې پر بندیز دی، د خبرو اترو لومړی دور پیل شوی دی، خو د ځیني سیاسي گوندونو له خوا دا پوښتنه راپورته کيږي، چي که چیري خبري اترې ناکامه شي، نو پر وضعیت باندي د کنترول له پاره حکومت کوم چمتو والی نیولی دی؟

د دفاعي چارو کارپوهه ډاکټره ماریه سلطان، وایي چې د حکومت پر وړاندي دغه پوښتنه له لومړۍ ورځې موجوده ده او په ظاهري توگه د حکومتي چارواکو د څرگندونو له مخې داسي بریښي چې هغوی د دغه پوښتني د ځواب له پاره چمتووالی نیولی دی. نوموړي زیاته کړه: «د مذاکراتو بهیر دې ته نه وایي چې له تا سره کوم دوهم ځواک یا وسایل موجود وي نو له هغه څخه دې استفاده و نه کړي. خبره دا ده چې سړی به بالاخره د دې مسئلې د حل له پاره کومي خوا ته ځي او د دې له پاره به پاکستان له هرې هغي وسیلي څخه کار واخلي چې ورسره موجوده وي.»