د سند ایالتي وزیر او میرمن یې په خپل کور کې مړه موندل شوي
۱۳۹۶ بهمن ۱۳, جمعه د اسوشیتید پریس خبري آژانس په خپل راپور کي د پاکستاني چارواکو په حواله ليکلي چې دا لا تراوسه پورې روښانه نه ده چې دوی وژل شوي او یا یې په خپله ځان وژنه کړې ده.
په دې ښار کې د پولیسو د یوه لوړپوړي چارواکي توقیر نسیم په حواله دوی ته د جسدونو د موندلو په هکله خبر په دې کور کې د یوه کارکوونکي لخوا ورکړل شوی دی. د هغه په نظر دا د غلا پیښه نه ښکاري.
د پاکستان په سند ایالت کې د ستر سیاسي ګوند یعنې پیپلز پارټي پورې تړلی میرهزار خان بجاراني په ۱۹۷۴ او ۱۹۷۷م کلونو کې د سند د ایالتي پارلمان په توګه ټاکل شوی وو او بیا په ۱۹۸۸م کال کې د دې هیواد د سناتور په توګه وټاکل شو. نوموړی په مسلسله توګه په څلور ځل ټاکنو کې د ایالتي پارلمان د غړي په توګه هم ټاکل کیدو.
اوسمهال هغه د سند ایالت د پلان او انکشاف وزارت چارې پرمخ بیولې او میرمن یې تر دې مخکې بیا د خبریالۍ په برخه کې کې دنده ترسره کړې وه.