1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د قبايلو د سيمې والی استفا کړی ده

۱۳۸۶ دی ۱۷, دوشنبه

اسلام آباد: د هېواد مشر نږدی ملگری او د پاکستان په شمال غرب کې د دغه ايالت گورنر علی محمد جان اورکزی دد شخصي دلايلوپه وړاندی کولو استعفا کړی ده.

https://p.dw.com/p/DKBx
پاکستاني پوليس په وزيرستان کې ځايي خلک تلاشی کوي
پاکستاني پوليس په وزيرستان کې ځايي خلک تلاشی کويانځور: AP

مشرف د ده استعفا منلی ده. اورکزی په کال ۲۰۰۵ کې د دغه ايالت والی مقرر شوی وو، تر څو دلته د هر څه نه لومړی سوله او آرامي راولی. که څه هم ده د طالبانو سره د سولی تړون لاسليک کړی وو، خو دلته د پاکستاني نظاميانو او د طالبانو تر منځ نښتې پای ته ونه رسيدلی.

د پاکستان حکومت خو د بی نظيری په وژلو کې هم په جنوبی وزيرستان کې د القاعده کار وباله، خو القاعده دغه تور رد او ويلی دی، چې دوی د بی نظيری په وژلو کې هيڅ لاس نه درلود.