1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ځي

۱۴۰۰ دی ۲۷, دوشنبه

پاکستاني رسنیو ویلي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار به د سې شنبې په ورځ د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته ولاړ شي او هلته به له طالب چارواکو سره پر بشري وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/45dUo
Pakistan Moeed Yusuf nationaler Sicherheitsberater
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

 

د ډان په نامه د پاکستان انګلیسي ژبې او ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼو د پاکستان د رسمي سرچینو په حواله ویلي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف، د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۸ مه) د یوه لوړ پوړي بین الوزارتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر افغانستان ته ځي.

ورځپاڼې لیکلي، کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار د سفر هدف په افغانستان کې د بشري وضعیت ارزول او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه له طالبانو سره خبرې کول دي. دا افغانستان ته د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته د پاکستان د چارواکو دویم سفر دی.

د راپورونو له مخې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار به له لوړپوړو طالب چارواکو سره وګوري او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان پیغام ور ورسوي. د پاکستان د ډان ورځپاڼې لیکلي چې یوسف معید، افغانستان ته د تلونکي پاکستاني پلاوي مشري کوي، چې افغانستان ته د پاکستان د بشري مرستو رسولو لپاره جوړه شوې ده.

دا سفر لږ وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د افغانستان په اړه د بهرنیو چارو وزارت په یوه غونډه کې پاکستاني چارواکو ته لارښوونه وکړه چې افغانستان ته د روزل شویو او متخصصو بشري قوې د لېږلو پر لارو چارو غور وکړي. د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونو د یوشمېر پخوانیو افغان چارواکو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو توند غبرګونونه راوپارول. طالبانو د عمران خان په ځواب کې دا هم ویلي چې افغانستان کافي متخصص پرسونل لري او بهرنیو بشري قوې ته اړتیا نه لري.

پاکستان وايي پر امنیتي پوستې یې وسلوالو برید کړی

تر دې مخکې نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې راپور ورکړی وو چې د طالبانو حکومت د متخصصو افرادو د کمښت سره مخ دی او د دې ستونزې د حل له پاره په پاکستان کې میشت افغان کډوال استخداموي.

که څه هم اسلام اباد ویلي چې افغانستان ته د ملي امنیت د سلاکار د سفر موخه د بشردوستانه وضعیت بیاکتنه او د بشري مرستو د رسولو څرنګوالی وو، خو ایکسپریس ټریبیون پاکستانۍ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان او پاکستاني طالبانو ترمنځ د وروستیو سرحدي تاو تریخوالي په اړه به هم په دې سفر کې خبرې وشي.

طالبانو تر دې وړاندې اعلان کړی وو، چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته د سرحدي کړکېچ د هواري لپاره راځي. د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي د جنورۍ په اتمه دویچه ویله ته وویل چې ټاکل شوې د پاکستان یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

هغه دویچه ویله آلمان غږ ته په دې هکله ویلي وو: «پلاوى به په پاکستان کې د افغان کډوالو، اقتصادي، بشري او سوداګريزو ستونزو او همدارنګه د صفري کرښې په اوږدو کې په سيمه ييزه کچه د وروستيو تاوتريخوالي په اړه خبرې وکړي.»

دغه مسله وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې  د طالبانو سرحدي ځواکونو په یوه سیمه کې د ډیورنډ پر کرښته غځیدلی اغزن تار لرې کړ. پاکستاني چارواکو دغه کار جدي نه دی نیولی او ټینګار یې کړی چې پر ډیورنډ کرښه به د اغزن تار لګولو ته دوام ورکړي او په دې اړه به له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

معید یوسف د پاکستان د حکومت دریم جګپوړی چارواکی دی چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان ته سفر کوي. تر دې مخکې د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر جنرال فیض حمید هم افغانستان ته سفرونه کړي وو.

مجاهد پاکستان ته: «مننه کوو موږ خپله کدرونه لرو»

که څه هم پاکستان طالبان په رسمیت نه پېژني، خو د طالبانو له حکومت سره نیږدې اړیکي لري او په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم پاکستان ته تللی وو.