1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د هوايي شرکت پي آي اې، الوتکه رالویدلې

۱۳۹۵ آذر ۱۷, چهارشنبه

د رپوټونو په حواله د پاکستان د هوایي شرکت پي آی اې یوه الوتکه رالویدلې ده. دغه الوتکه د خیبر پښتونخوا له چترال څخه د اسلام آباد پر لور روانه وه چې له پرواز څخه څو شیبې وروسته راولویدلې ده.

https://p.dw.com/p/2TuGj
Pakistan International Airline PIA
انځور: Reuters/F. Mahmood

د پاکستان انټرنیشنل ایر لاینز، ویاند دانیال گیلاني ویلي دي چې په الوتکه کې ۳۷ مسافر سپاره ول. ځیني خبرو آژانسونو دغه شمیر تر څلویښتو زیات ښوولی دی.

د رویټرز خبري آژانس د پاکستاني تلویزونی چینلونو له قوله رپوټ ورکړی دی چې دغې الوتکې د چهارشنبې په ورځ په سیمییز وخت د ماسپښین پر۳:۵۰ الوتنه کړې او تر هغې لږ څه وروسته یې له مرکز سره اړیکې پرې شوې ده.

د رویټرز په وینا جیو نیوز او ډان نیوز رپوټ ورکړی دی چې په دغه اې آر ټي ډوله الوتکه کې ۴۷ تنه موجود ول. د ځیني رسنیو د رپوټونو له مخې په الوتکه پخوانی د پاپ موسیقۍ سندرغاړی جنید جمشید هم موجود وو.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانگې یا آی اس پي آر ویلي دي چې څرخي الوتکې د حویلیاں سیمي ته د الوتکې د لټون په موخه استول شوي دي.

رویټرز په حویلیاں، کې د یوه ځایي چارواکي تاج محمد خان له قوله لیکلي دي چې ټول جسدونه سوځیدلي دي او د پيژندگلوۍ نه دي.

د پاکستان د هوایي چلن ادارې سي اې اې، په الوتکه کې د سپرو کسانو شمیر ۴۷ تنه ښوولی خو په چترال کې د دغه هوایي شرکت چارواکي سهیل احمد ویلي دي چې د عملې د څلورو کسانو په شمول الوتکه کې ۴۱ تنه سپاره وو.