1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د والي زوی څرنګه له افغانستانه آزاد شو؟

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۸, سه‌شنبه

د پاکستان د وژل شوي والي زوی، د هغو پنځو کلونو کسیه کړې ده چې د یاغیانو په بند کې يې تیر کړي دي. هغه ویلي دي چې په درو وهل شوی، ویشتل شوی او نوکان یې ایستل شوي ول.

https://p.dw.com/p/1Ip8A
انځور: Reuters/M. Abid

شهباز تاثیر له خپلې آزادۍ وروسته په لومړۍ مرکه کې ویلي دي چې هیڅکله یې هم د آزادیدو هیله له لاسه نه وه ورکړې.

تاثیر په ۲۰۱۱م کال کې په لاهور کې برمته شوی وو. هغه له بي بي سي او سي ان ان رسنیو سره په مرکو کې د هغو سختیو په اړه خبري کړي دي چې په پنځو کلونو کې د یاغیانو په بند کې ورسره مخامخ شوی دی.

تاثیر ویلي دي چې هغه د ازبکستان د اسلامي خوځښت ډلي له خوا برمته شوی وو. تاثیر د سي ان ان تلویزیون ته د سه شنبې په ورځ وویل: «زه پنځه کاله و ربړول شوم. هغوی به زما کورنۍ ته د هالیوود په څیر فلمونه جوړول چې پر هغوی او حکومت باندي فشار راوړي.»

هغه زیاته کړې ده: «د بیلګې په توګه هغوی به زما د ګوتو نوکان ایستل او په لښتو او ربړونو به یې وهلم.» هغه ویلي دي: «هغوی به زما شا پرې کوله او بیا به یې مالګه پر دوړوله. هغوی زما خوله وګنډله او يوه اوونۍ یې ډوډۍ را نه کړه. پر پښه یې وویشتلم او زما له شا یې خوښه پرې کړه.زما څخه اووه ورځې ویني ولاړې او هغوی راسره هیڅ مرسته و نه کړه.» تاثیر ویلي دي چې د ژوندي پاتېدو په برخه کي حوصلې ورسره مرسته کړې ده.

د تاثیر پلار سلمان تاثیر، د پنجاب ولایت والي وو او د هغه تر برمته کیدو څو ورځې مخکې د خپل ساتونکي له خوا وویشتل شو.

تاثیر ویلي دي چې یاغیانو د هغه د آزادیدو په بدل کې د ۲۵ بندیانو د آزادۍ او ډېرو پیسو غوښتنه کوله. تاثیر وایي چې د ازبک یاغیانو او طالبانو تر منځ نښتي وشوې او دی د طالبانو لاس ته ولوید چې له پیسو سره یې لیوالتیا نه لره او هغه یې په لا اوږد بند محکوم کړ.

د هغه په خبره ده د طالبانو په ډله کې له یوه داسې کس سره ولیدل چې د ده په آزادۍ کې یې مرسته وکړه. تاثير بيا په روزګان ولایت کې وموندل شو، له کوم ځایه چې هغه د مرستي له پاره تلیفون کړی وو.