1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د پولي ستونزي افغان کوچيانو ته سرخوږی جوړ کړی

۱۳۹۶ اسفند ۱, سه‌شنبه

د پاکستان له خوا د پولې تر تړولو وورسته پر کوچيانو څړ ځايونو ته د رسيدو لاري هم بندي شوي دي. د هغوی څاروي اوس حتی د لوږي له لاسه مري. بسپنه ورکوونکو هم له دغو کابو۲۰۰ زرو کوچيانو سره د مرستې غوښتنه رد کړې ده.

https://p.dw.com/p/2syxl
Afghanistan Nomaden Archiv
انځور: picture-alliance/dpa

د توماس روتيز موسسې په حواله د « Action Against Hunger» په نامه د يوې آلمانې مرستندويه ټولني د تازه اټکلونو پر اساس کابو ۲۰۰ زره کوچيان د افغانستان په خوست ولايت کې بند پاتي دي. د يادې ټولني د افغانستان د برخې مشرې کنگا کوموروفسکا وويل چې دغه کسان اوس يوازي د راتلونکو دوو اوونيو له  پاره خواړه او اوبه لري.

شا او خوا ۲،۴ ميليونه کوچيان په دودیزه توگه هرکال د افغانستان له ختیځو او مرکزي سيمو څخه د پاکستان د سرحدي سيمو څړ ځايونو ته کډه کوي. خو سږکال له هغه راهیسې چې پاکستان له خپل گاونډي هيواد افغانستان سره د سياسي ترنگلتياو پر اساس خپله پوله تړلې ده، په لومړي ځل دې کوچيانو ته د پاکستان څړ ځايونه ته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

افغانستان او پاکستان تل يو پر بل ترهگرو ته د پټنځايونو د ورکولو تورونه لگوي. افغانستان وايي چې پاکستان په پلازمينه کابل کې د جنوري میاشتي تر چاودنو وروسته هم چې په سونه انسانان پکښې ووژل شول، د طالبانو پر ضد په گامونو پورته کولو کې پاته راغلی دی.

کوموروفسکي له کابله د توماس رويترز خبري آژانس سره د خبرو پر وخت زياته کړه: «دغه خلک به ډير ژر اوبه او خواړه ونه لري.»

نوموړې زياته کړه چې د دوی مرستندويه ټولنې له دوو بسپنه ورکوونکو هيوادونو سره د مرستي په موخه تماس نيولی وو خو مثبت ځواب ورته نه دی ورکړل شوی. دې وويل: «هغوی زموږ غوښتنه ونه منله. دا ډيره ناهيلي کوونکې ده.»

کوموروفسکي وويل چې يوه دونر د مرستي پر اړتيا سربيره هم ويلي دي چې دوی په دې اړه کافي معلومات نه لري، په داسې حال کې چې بل بسپنه ورکوونکي ويلي دي چې دا د دوی له ماموريته بهر دی.

هغې وويل چې که له کوچيانو سره ژر مرسته ونه شي نو ډېر به یې د افغانستان د داخلي بې ځايه شويو په کتار کې شامل شي چې د افغان حکومت او بهرنيو مرستندويه ټولنو مرستو ته اړ دي.

د دغو بندو پاتو کوچيانو لويه ستونزه څړ ځايونو ته نه لاس رسی دی چې له امله یې د دوی څاروي د لوږې له گواښ سره مخامخ دي. د کوموروفسکي په خبره دغه وضعيت به د کوچيانو له پاره خپل دودیز ژوند ته دوام ورکول ناشونی کړي.

د افغانستان د کوچيانو د اړتياو په دې ارزونه کې چې د برلين د « Johanniter International Assistance » مرستندويه ټولنې له خوا ترسره شوه، موندل شوي دي چې د ډيرو کوچيانو څاروي مړه شوي او دوی د خپلو روغو څاريو پلورلو ته مجبور شوي دي.

د څارويو له لاسه ورکول په دې معنا دي چې دوی به ډير ژر له جدي ستونزو سره مخامخ شي، ځکه د دوی د ژوند ټولي اړتياوي پر همدې څارويو دي. اوښان د دوی د لېږد وسيله ده. همدا راز پسونه او وزې یې د شيدو، غوښو او همدا ډول د وړيو سرچينه ده چې دوی يې خپله هم استعمالوي او د خرڅلاو له لاري يې د ژوند نوري اړتياوې پوره کوي.

په دې ارزونه کې ويل شوي دي چې کوچيانو سږکال خپل پسونه او وزې دانه یوازې په ۱۷۵ ډالر څرخ کړي دي چې دا د تيرکال د يوه ژوی پر سر له ۲۵۰ ډالرو څخه ډيره ټيټه بیه ده.

پاکستان خو خپله پوله له ډير وخت راهيسې تړلې ده، خو د سږکال برعکس یې تل کوچيانو ته د دودیزو لارو له لاري څړ ځایونو ته د رسيدو اجازه ورکوله.

په وروستيو کلونو کې له پاکستانه زيات شمير افغان مهاجر چې له لسيزو راهیسې یې هلته پنا اخيستې وه، بيرته خپل هيواد ته ستانه شول. اوس د دواړو هيوادونو پر پوله د اغزن تار د تاولو چارې هم پيل شوي دي.