1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د پوځ مشر کابل او مودي لاهور ته سفر کوي

۱۳۹۴ دی ۴, جمعه

د پاکستان پوځ ويلي دي چي لوی درستيز به ئې د يکشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړي او هلته به د افغانستان له ملکي او پوځي چارواکو سره وويني. د هند لومړي وزير نريندرا مودي بيا ويلي دي چي نن به په لارهو کي له نوازشريف سره وويني.

https://p.dw.com/p/1HTc8
Pakistanischer Armeechef Raheel Sharif mit afghanischem Präsidenten Ashraf Ghani
انځور: ARG

افغانستان وايي چي له وسله والو طالبانو سره د سولي خبرو اترو له پاره د پاکستان ملاتړ ډېر اړين دئ. د پاکستان د پوځ وياند ډگر جنرال عاصم باجوه د جمعې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۲۵مه) د تويتر له لاري ويلي دي چي لوی درستيز جنرال راحيل شريف به د يکشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړي.

هغه ويلي دي: «شريف به په کابل کي د افغانستان له پوځي او ملکي چارواکو سره له طالبانو سره د سولي پروسې په اړه د خبرو پيلېدو په اړه وږغيږي.»

د دې سفر موخه د هغو ژمنو پوره کول ښوول سوي چي په اسلام آباد کي د «آسيا د زړه کنفرانس» پر مهال د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير نواز شريف په افغانستان کي د ثبات راتلو په برخه کي کړي دي.

پاکستان ته د هند د لومړي وزير سفر

د هند لومړي وزير نريندرا مودي ويلي دي چي د جمعې په ورځ ماسپښين به د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره په لاهور کي ملاقات وکړي. دا په تيرو لسو کلونو کي پاکستان ته د هند د يوه لومړي وزير لومړی سفر دئ.

مودي د تويتر له لاري ويلي دي: «موږ ډېر خوشاله يو چي نن تر غرمې وروسته نوي ډهلی ته د تگ پرمهال په لاهور کي له لومړي وزير نواز شريف سره په لاهور کي ملاقات لرم.»

مودي او غني د افغانستان پارلمان د نوي ودانۍ د پرانيستلو پرمهال
مودي او غني د افغانستان پارلمان د نوي ودانۍ د پرانيستلو پرمهالانځور: Reuters/O. Sobhani

مودي د جمعې په ورځ د افغانستان پارلمان د نوي ودانۍ تر پرانيستلو وروسته د افغانستان پارلمان ته په وينا کي د افغانستان په پرمختگ کي د گاونډیو هيوادونو لکه هند او پاکستان گډي نژدې همکارۍ اړيني وبللې.

هغه وويل: «موږ پوهيږو چي د افغانستان بریا د هغه د گاونډيانو تر منځ په گډ کار او همکاريو پوري تړلې ده. د سيمي هیوادونه، هندوستان، پاکستان، ایران او نور باید د دغه گډ هدف د ترلاسه کولو له پاره سره متحد سي.»

مودي دغه راز د افغانستان سرحد ته نژدې د ترهگريزو فعاليتونو په اړه وويل: «افغانستان هغه وخت بريالی کيدای سي چي تروريزيم د سرحد له بلي خوا دلته رانه سي او د هغوی پټنځايونه او روزنتونونه له منځه یووړل سي. دا بريا هغه وخت ترلاسه کيدای سي چي د ترهگرو ملاتړي نور دنده ونه لري.»