1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د ځانمرګی برید د قربانیانو شمیر شاوخوا 80 تنو ته ورسید

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۳, جمعه

پاکستانی طالبانو د جمعه په ورځ د اسامه د مړینی د غچ د اخستلو په موخه د دغه هیواد پر نیمه پوځیانو دوه بریدونه تر سره کړل چی په ترڅ کی شاوخوا 80 تنه ووژل شول او د سلو څخه ډیر کسان په ټپی حالت روغتونونو ته انتقال شول

https://p.dw.com/p/11FfQ
د پاکستان د ننی برید انځور
د پاکستان د ننی برید انځورانځور: AP

د دغی حملی څخه وروسته پاکستانی طالبانو یی مسولیت په غاړه واخیست او د لا ډیرو بیریدونو ګواښ یی وکړ.

د اسامه بن لادن د مړيني وروسته په پاکستان کي د تاوتريخوالي د رامنځ ته کيدو بيره لا ډيره شوي. د طالبانو وياند، احسان الله احسان، د تليفون په کرښه رسنيو ته وويل: «دا د اسامه بن لادن د شهادت د غچ اخستلو لپاره زمونږ لومړني بريد وه. مونږ به لا نور بريدونه هم تر سره کړو.»

شفيق الرحمن چي په پيښي کي ټپي شوي وايي چي دوي په موټرونو کي د ختلو په حال کي ول چي په سيمي کي يوه وړوکي چاودنه رامنځ ته شوه. دي زياتوي چي د دغي چاودني څخه وروسته بيا يوه بله ډيره لويه او قوي چاودنه رامنځ ته شوه چي د ډير شمير کسانو د ټپي او وژل کيدو لامل شوه.

يو عيني شاهد د دغی پیښی په هکله وايي: «کله چی لومړى بريد وشو نو په هغه كې ډیر کسانو خپل ژوند له لاسه نه وه ورکړی خو په دويم بريد کی زيات كسان ووژل شول. ما په خپلو ستركو دا ټول حال وليد زه هلته نږدې ولاړ وم يو دم چاودنه وشوه. يو دوه دقيقې وروسته بله چاودنه هم وشوه.»

په سیمی كې د پوليسو مشر، جانزېب خان، وویل چې دا دواړه ځانوژونكي بريدونه ول. ده وویل: «دا دواړه ځانوژونكي بريدونه ول. برید کونکی په موټرسايكل باندې سیمی ته راغلي وه او ځانونه يې والوزول.»

د دې پوښتنې په ځواب كې چې داسې حساسو سيمو ته چې خلك له ډېرې سختې تالاشۍ وروسته رسیږی څنګه کیدای شی چې ځانوژونكي په موټر سايكل سپاره تلای شی جانزیب خان وویل: «د شبقدر بازار کی ګڼه ګوڼه دیره زياته وي. سهار وختی دكانونه او كاروبار بند وه خو له دغه روزنيز مركز څخه ډېري لارې تېرې شوې دي. مونږ نه شو کولای چی تولی لاری وتړو څوك چې راځې او ځانونه الوزوي نو هغه خو په هره لاره راتلاى شي د هغه مخه خو څوك نه شي نيولى.»

د پېښور په یوه روغتون كې ډاكټران وايي چی دغه روغتون ته تراوسه پوري 115كسان ټپيان راوړل شوي چې په هغوى كې د پنځلسو كسانو حالت د اندېښنې وړ دی.

د چارسدې د كمیشنر معاون، اجمل خان، وايي چې زمونږ د ځواكونو حوصله ډېره لوړه ده. دی زیاتوی: «دغه جګړه چې زموږ په سيمه كې روانه ده، دا ځانووژنكي يا بل څوك چې زموز په ادارو يا ځواكونو بريدونه كوي دوی غواړی چې زموز د ځواكونو او د عوامو حوصلې كمزوروی کړی خو دوی په دغه کار کی نه شی کامیابیدلی. مونږ هر وخت د دغو خلكو مقابله كړې او په راتلونکی کی به یی هم کوو

پاکستانی طالبان په دغه هیواد کی د نویو بریدونو لړی په داسی حال کی پیلوی چی څو ورځی مخکی امریکایی سرتیرو په پاکستان کی د القاعدی د شبکی مشر، اسامه بن لادن، ووژه.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی/ عبدالباری حکیم