د پاکستان سنا ته د لومړي ځل له پاره هندو میرمنې لار موندلې

پاکستانیانو د لومړي ځل له پاره په دې هیواد کې د هندو انزوا شوي اقلیت له ډلې څخه یوه میرمن مشرانو جرګې ته ټاکلې. په دې ټاکنو کې له طالبانو سره اړیکې لرونکي مذهبي عالم بیا ماته خوړلې.

د پاکستان د خلکو ګوند یا د «پاکستان پیپلز پارټي» غړې کریشنا کومار د پاکستان سنا ته بريالۍ سوې ده. نوموړې د هندو دين له هغه ذات سره تړاو لري چي ورته د نه لمس وړ ذات هم ويل کيږي. خو د دې ذات غړو په پاکستان او ګاونډې هیواد هندوستان کې په دې وروستیو کې ځیې بریاوې خپلې کړي دي.

په ورته وخت کې مولانا سمیع الحق، څوک چې د یو شمیر طالب مشرانو لارښود ګڼل کیږي، بیا په دې ټاکنو کې له ماتې سره مخ شوی.

په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې سخت دریځې ډلې په دې توانیدلې چې پراخ لاریونونه تنظیم کړي، خو دوی بیا تر ډیره په دې نه دي توانیدلي چې خپل سیاسي نفوذ په ټاکنیزو بریاوو بدل کړي.

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۳يمه نېټه) د پاکستان د ملي او څلورو ایالتي اسمبلیو «ولسي جرګو» وکیلانو د سنا د ټولو ۱۰۴ غړو څخه د نيمايي غړو له پاره رايي واچولې. د پاکستان د مشرانو جرګې یا سنا د کار دوره شپږ کاله وي.

بل لوري ته له واکه لیرې شوي د پخواني لومړي وزیر نوازشریف ګوند د پاکستان د پارلمان په مشرانو جرګه یا سنا کې ۳۳ څوکۍ ګټلي او په دې توګه یې اکثریت خپل کړی دی.

ترهګرۍ ځپلي لس هیوادونه، یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه:

ترهګرۍ ځپلي لس هیوادونه

عراق

عراق د ترهګرۍ له کبله د اغیزمنو شوو هیوادونو په نوملړ کې له تیرو دریالسو کلونو راهیسې په سر کې ځای لري. د «ګلوبل تروریزم اندکس» په وینا په تیر میلادي کال کې په عراق کې د ترهګرۍ کابو درې زره پیښې رامنځ ته شوي چې په پایله کې یې نزدې لس زره کسان وژل شوي او ۱۳ زره ټپیان شوي دي. ترهگره ډله داعش د زیاتو پیښو مسئله بلل کیږي.

ترهګرۍ ځپلي لس هیوادونه

افغانستان

افغانستان د هغو هیوادونو په نوملړ کې چې ترهګرۍ تر ټولو زیات اغیزمن کړی، په دوهم ځای کې دی. په تیر میلادي کال کې په دغه هیواد کې په ۱۳۰۰ بریدونو کې تر۴۵۰۰ زیات انسانان وژل شوي او تر پنځو زرو زیات ټپیان شوي دي. د زیاتو پيښو پړه پر طالبانو ده.

ترهګرۍ ځپلي لس هیوادونه

نایجیریا

له ترهګرۍ څخه د اغیزمنو شوو هیوادونو په نوملړ کې دریم ځای بیا نایجیریا خپل کړی. په دغه افریقایي هیواد کې د ۴۴۶ ترهګریزو حملو رپوټ ورکړل شوی دی، چې په پایله کې یې تر۱۸۰۰ زیات انسانان وژل شوي او شا او خوا زر تنه ټپیان دي. په ۲۰۱۴م کال کې د دغه ډول بریدونو په پایله کې د وژل شوو کسانو شمیر تر اووه نیم زرو کسانو زیات وو.

ترهګرۍ ځپلي لس هیوادونه

سوریه

د ترهګرۍ د نړیوال شاخص د نوې رپوټ له مخې له کورنۍ جګړې سره لاس او ګریوان هیواد سوریه، له تروریزم څخه د اغیزمنو شوو هیوادونو په نوملړ کې څلورم ځای لري. په سوریه کې د ترهګریزو پیښو زيات مسئولیت ګوته داعش او النصره جبهې ته نیول کیږي. په ۲۰۱۶م کال کې په سوریه کې د ترهګرۍ د ۳۶۶ پيښو رپوټ ورکړل شوی چې په پایله کې یې ۲۱۰۰ تنه وژل شوي او تر۲۵۰۰ زیات ټپيان شوي ول.

ترهګرۍ ځپلي لس هیوادونه

پاکستان

پاکستان په دغه نوملړ کې پنځم ځای لري. په تیر میلادي کال کې په دغه هیواد کې په ۷۳۶ ترهګریزو پيښو۹۵۰ کسان وژل شوي او تر ۱۷۰۰ زیات ټپیان شوي ول. د ترهګرۍ د زیاتو پيښو مسئوليت پر تحریک طالبان پاکستان، د داعش د خراسان څانګه او لشکر جنګوي ډلې اچول کيږي. د رپوټ له مخې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پيښو کې د وژل شوو کسانو شمیر د ۲۰۱۳م کال په پرتله ۵۹ سلنه لږ سوی دی.

ترهګرۍ ځپلي لس هیوادونه

یمن

یمن د جنګي ډلو او د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف پر هوایي بریدونو سربیره له ترهګریزو پيښو سره هم لاس او ګریوان دی. په ټوله کې د ترهګرۍ په ۳۶۶ پيښو کې کابو۶۵۰ کسان وژل شوي دي. په دغه هیواد کې پر نورو ډلو ټپلو سربیره د ترهګرې ډلې القاعدې د یوې څانګې موجودیت رپوټونه هم ورکول کیږي.

ترهګرۍ ځپلي لس هیوادونه

سوماليا

له ترهګرۍ څخه تر ټولو زیاتو اغیزمنو شوو لسو هیوادونو په ليست کې سومالیا پر اووم مقام دی، چیرې د الشباب په نوم تندلارې ډلي تر۹۰ سلني د زیاتو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

ترهګرۍ ځپلي لس هیوادونه

هند

هند، هم په دغه نوملړ کې پر اتم مقام دی. په تیر میلادي کال کې په دغه هیواد کې تر۹۰۰ زیاتو ترهګريزو پيښو کې ۳۴۰ تنه وژل شوي او شپږ سوه نور ټپیان شوي دي. دغه شمیر د ۲۰۱۵م کال په پرتله اتلس سلنه زیات دی. زیاتې پيښې د هیواد په ختیځي څنډه کې شوې او د ترهګرۍ د زیاترو پيښو پړه ماویستي یاغیانو ته ورګرځي. په ۲۰۱۶م کال د لشکر طیبه په ترهګریزو بریدونو کې پنځه هندي اتباع وژل شوي دي.

ترهګرۍ ځپلي لس هیوادونه

ترکیه

ترکیه هغه هیواد دی چې د لومړي ځل له پاره د لسو اغیزمنو شوو هیوادونو په کتار کې شامل شوی او په نهم مقام کې دی. په تیر میلادي کال کې په ترکیه کې د ۳۶۴ ترهګریزو حملو کې۶۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او کابو ۲۳۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

ترهګرۍ ځپلي لس هیوادونه

لیبیا

لیبیا د معمرالقذافي د واکمنۍ له ختمیدو راهیسې له ګډوډیو سره مخامخ دی او په وروستیو کې د ترهګرۍ له پیښو سره هم لاس او ګریوان دی. د دغه نړیوال شاخص د درجه بندۍ له مخې په تیر میلادي کال کې په دغه هیواد کې د ترهګرۍ ۳۳۳ پيښې شوي چې څه کم د څلورو سوو کسانو ژوند یې اخیستی دی. په لیبیا کې هم د ترهګرۍ د زیاتره پيښو مسئوليت په اصطلاح «اسلامي دولت» یا داعش ډلي باندي اچول کيږي.

موږ تعقيب کړئ