1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان صدراعظم ته سزا واورول سوه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۷, پنجشنبه

يو سف رضا گيلاني نن په دريم ځل د خپل هيواد محکمې ته وړاندي سو او محکمې ته د سپکاوي په تور، ورته له خپلي چوکۍ څخه د ديرشو ثانيو د ليري کېدو سزا واورول سوه.

https://p.dw.com/p/14l8B
انځور: AP

د پاكستان لومړى وزير يوسف رضا ګيلاني محکمې ته د سپكاوي په تور د پاكستان ستري محكمې ته په داسي حال کي وړاندي سو چي د دغه هيواد له څلورو سرو ايالتونو له اسمبلو څخه د پيپلز ګوند غړي راټول سوي ول.

يوسف رضا ګيلاني تر دې وړاندي هم د ياد سپكاوي له امله دوه ځله ستري محكمې ته غوښتل سوى وو، خو د هغه د وكيل چوهدري اعتزاز حسن په غوښتنه چي دده دوسيه دي و ځنډول سي، ځکه نو كومه سزا نه وه ورته اورول سوې.

خو كله چي نن بنجشنبه (۲۰۱۲ کال د اپريل ۲۶) لومړى وزير يوسف رضا ګيلاني محکې ته د دوه زره امنيتي ځواكونو په بدرګه وړاندي سو، ستري محكمې ورته يوازي او يوازي دېرش ثانيې سزا واوروله او هغه ئې د دېرش ثانيو له پاره له خپلي چوكۍ څخه لېري كړ.

د پاكستان په ستره محكمه كي د وكيلانو اووه كسيزي ډلي، چي مشر ئې ناصرالملک كوله لومړي وزير ته سزا واوروله، دغي اووه كسيزي ډلي تردې وړاندي صدراعظم ته دغه سزا ټاكلې وه چي نن يې ورته واوروله.

د پاكستان لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني چي څلور كاله وړاندي د ولس په رايو سره ټاكل سوى دئ، وويل چي خامخا به محکمې ته وړاندي كېږي.

هغه تېر ماښام له خبريالانو سره په خبرو کي:«سبا محکمې ته وړاندي كيږم. خو له محکمې څخه دا غوښتنه لرم چي زما په اړه به له انصاف څخه كار اخلي.»

تېره ورځ د پاكستان د اطلاعاتو وزير قمر زما قايره هم وويل: «بايد عدالت له انصاف څخه كار واخلي. لومړى وزير د يو عام تن په ډول محکمې ته وړاندي كېږي او خپله سزا به اوري.»

کارپوهانو داسي فکر کاوه چي لومړي وزير گيلاني ته به لږ تر لږه د پنځو مياشتو د بند سزا او پنځوس زره کلداري جريمه ورکړل سي. خو هغه ته يوازي له خپلي چوکۍ څخه د ديريشو ثانيو له پاره د ليري کېدو سزا واورل سوه.

دا په پاكستان كي لومړى ځل دئ چي د دې هيواد يو لومړى وزير په دريم ځل محکمې ته وړاندي كېږي، خم تر دې وړاندي د دې هيواد د وخت لومړى وزير نواز شريف هم محکمې ته د سپكاوي په تور ستري محكمې ته وړاندي كړل سوى وو.

حبيب الرحمان تاثير/ کوټه
کتونکی: نجيب الله زیارمل