1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان مخالفوسياسي ګوندونو تر ټاکنو مخکي د بېړني حالت د ليري کولو غوښتنه کړې.

۱۳۸۶ آبان ۲۱, دوشنبه

د پاکستان مخالف سياسي ګوندونو دهغه هيواد د جمهورريس پروېزمشرف څخه ددې غوښتنه کړې چي په هيواد کي د پارلماني ټاکنو څخه مخکي بايد بېړنی حالت پای ته ورسوي که دا کار ونه کړي نو پارلماني ټاکني به له سختو ستونزو سره مخامخ سي.

https://p.dw.com/p/DKCZ
مېرمن بوټو داخبره هم کړې، چي دا غواړي د دروسو کيلومترو په واټن سره له لاهور څخه تر اسلام آباد پوري د اعتراض په توګه يو پراخ لاريو ترسره کړی
مېرمن بوټو داخبره هم کړې، چي دا غواړي د دروسو کيلومترو په واټن سره له لاهور څخه تر اسلام آباد پوري د اعتراض په توګه يو پراخ لاريو ترسره کړیانځور: AP

دا خبره د ټولو مخالفو ګوندونو په استازيتوب د پاکستان د پيپلز د ګوند مشري بېنظير بوټو کړې ده.

تيره ورځ مشرف په يوه تلويزيوني وينا کي اعلام کړي و، چي په پاکستان کي پارلماني ټاکني د پخواني پلان سره سم د خنورۍ په مياشت کي تر سره سي، خو دايي نه دي ويلي چي په دې هيواد کي بېړنی حالت څه وخت پای ته ورسېږي.

مشرف ويلي چي دغه وروستيو اقداماتو ته د دې له پاره ضرورت و تر څو په دې هيواد کي د درغليو څخه پرته پارلماني ټاکنو ته لاره هواره سوې وای.

مېرمن بوټو داخبره هم کړې، چي دا غواړي د دروسو کيلومترو په واټن سره له لاهور څخه تر اسلام آباد پوري د اعتراض په توګه يو پراخ لاريو ترسره کړی، او دې غوښتل چي تيري جمعې په ورځ دا کار وکړي خو دا پخپل کورکي نظر بنده سوه او ددې کار مخه يي نيول سوې وه.