1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پاکستان يرغل ته په بريد جواب نه ورکوو»

۱۳۹۱ شهریور ۸, چهارشنبه

ولسمشر کرزي د پاکستان له خاوري پر افغانستان باندي د توغنديي يرغلونو پر وړاندي په خپل وروستي غبرګون کي ویلي دي، چي مقابل بریدونه به نه کوي. خو د دغو يرغلونو دوام د افغانستان پارلمان د غړو غوسه راپارولې ده.

https://p.dw.com/p/15zV4

د افغانستان د پارلمان غړو د پاکستان له خاوري څخه پر افغانستان باندي د يرغلونو پر وړاندي د افغان حکومت پر چپ پاته کیدو سختي نیوکي کړي دي او له متحده ایالاتو څخه ئې غوښتي دي چي په دې برخه کې اقدام وکړي.

د فراه ولایت استازي سرور عثماني، د ولسي جرگې د چهارشنبې د ورځي په غونډه کي وویل، چي حکومت او په خاصه توگه د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له خاوري څخه پر افغانستان باندي د توغندیو د بریدونو پر وړاندي بې تفاوته پاته دئ:

«یوه میاشت کیږي چي خپل اواز پورته کوو. پریکړه لیک صادر کړئ. ولي ئې نه صادروئ؟ که لس نفره په مجلس کي خپل لاسونه پورته کړي نو یو پریکړه لیک جوړولای شو چي د امنیت شورا او متحده ایالاتو ته ئې واستو، چي پر خپلو ژمونو او ستراتیژیک سند نه ده ولاړ.»

عثماني دغه يرغلونه د افغانستان پر ملي حاکمیت باندي خاینانه او بې شرمانه بریدونه وبلل. د هغه په خبره د دې يرغلونو له کبله په زرونو افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي د سه شنبې په ورځ ولسمشر کرزي په ارگ کي د کونړ ولایت له یو شمیر استازو سره ولیدل او وئې ويل، چي د افغانستان له سرحدونو څخه دفاع کولو ته چمتو دئ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د خپرې شوي خبر پاڼي په حواله ولسمشر کرزي د کونړ ولایت استازو ته ویلي دي چې د توغندیو د يرغلونو په تړاو له پاکستاني او نړیوالو چارواکو سره په خبرو اترو لگيا دئ:

«افغان دولت هیڅ وخت داسي يو اقدم نه کوي چې د دیورنډ د کرښي د هاغاړي اوسیدونکي پکښې زیانمن شي. په دې دلیل چي د سرحد د هاغاړي خلک هم زموږ وروڼه او خویندي دي او موږ نه شو کولای چي هغوی ته ضرر ور ورسوو.»

خو د افغانستان پارلمان غړي وایي، چي تر اوسه پوري د افغان حکومت ټولي دیپلوماتیکي هڅي بې پایلي دي.

د پاکستان له خاوري څخه پر افغانستان باندي د بریدونو له کبله د کونړ ولایت د سرحدي سیمو په زرهاو اوسیدونکي له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي دي.

حسین سیرت/ کابل
کتونکی: نجیب الله زیارمل