1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان يوې محکمې د مولوي صوفي محمد ضمانت منلی دی

۱۳۹۶ دی ۱۹, سه‌شنبه

د پاکستان يوې محکمې له زندان څخه د امریکا ضد ملا د آزادیدو ضمانت منظور کړی. صوفي محمد په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ تر پوځي یرغل وروسته له زرونو کسانو سره د طالبانو د مرستې له پاره افغانستان ته تللی وو.

https://p.dw.com/p/2qYQ1
Pakistan Sufi Muhammad
انځور: picture-alliance/AP Photo/B.K. Bangash

مولوي صوفي محمد د «تحریک نفاذ شریعت محمدي» ډلې چې په پاکستان کې پري بندیز دی مشري کوله. د محکمې له لوري له زندان څخه په ضمانت د هغه د آزادیدو خبر په داسې یوه وخت کې ورکول کیږي چې د پاکستان او امریکا متحدو ایالاتو اړیکې ډیري خړي پړي دي. د دواړو هیوادونو اړیکې وروسته له هغې ترینګلې شوې چې د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ پاکستان یاغیانو ته د پټنځایونو په ورکولو تورن کړ او همداشان پر اسلام آباد يې د امريکا مرستې هم وځنډولې.

اسوشیتد پرس خبري آژانس د مولانا صوفي محمد د مدافع وکیل فدا ګل، له قوله لیکلي دي چې محکمې د روغتیایي دلایلو له کبله له زندان څخه د هغه د موکل د آزادیدو امر کړی دی. خو د هغه په خبره د صوفي محمد د آزادیدو له پاره اداري چاري ادامه لري.

مولانا صوفي محمد له ۲۰۰۹م کال راهیسې په زندان کې دي او دی د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله، خسر هم دی.

ولسمشر ترمپ ویلي ول چې امريکا متحدو ایالاتو په تیرو پنځلسو کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته تر ۳۳ میلیاردو زیات ډالر ورکړي او په بدل کې یې د «درواغو او تیر ایستنې» پرته بل څه نه دي تر لاسه کړي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر عزیز احمد چوهدري، د ترمپ پر ادارې تور لګولی دی چې د تروریزم پر ضد جګړه کې د پاکستان قربانۍ له پامه غورځوي. چوهدري د يکشنبې په ورځ واشنګټن ته تر ستنیدو دمخه له نوموړي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د امریکا متحدو ایالاتو ادعا منصفانه نه ده: «موږ د ترهګریزو بریدو قربانیان یوو، نو څرنګه کولای شو چې پر خپله خاوره د یاغیانو حضور وزغمو.»

اسوشیتد پرس، په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې له زندان څخه د صوفي محمد آزادیدل ښایي د واشنګټن او اسلام آباد اړیکي لا پسې ترینګلي کړي، ځکه چې هغه په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ځواکوانو پر وړاندې د «جهاد» فتوی ورکړې وه.

sr/nz (AP)