1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان يو بنسټ پال ديني عالم ونيول شو

۱۳۸۸ مرداد ۵, دوشنبه

په شمال لويديځه صوبه کي د عدليي وزير، ارشد عبدالله وويل : « فدرال حکومت د امنيتي ادارو له خوا د تحقيقاتو يو هيأت ټاکلي چي د خپلو تحقيقاتو له مخي د صوفي محمد پر خلاف دعوا وړاندي کړي.

https://p.dw.com/p/IyAi
مولانا صوفی محمد
مولانا صوفی محمدانځور: AP

پاکستان د هغه يو بندي کړاي شوي ديني عالم تحقيقات د دوشنبي په ورځ پيل کړل، چي پخوايي يي د سولي په يو مات کړاي شوي تړون کي منحګړيتوب کړي ؤ.

مولانا صوفي محمد چي په سوات کي د طالبانو د غورحنګ د مشرمولانا فضل الله، خسر دي، د دوشنبي په ورځ د پښاور په شا او خوا کي ونيول شو.

په شمال لويديځه صوبه کي د عدليي وزير، ارشد عبدالله وويل : « فدرال حکومت د امنيتي ادارو له خوا د تحقيقاتو يو هيأت ټاکلي چي د خپلو تحقيقاتو له مخي د صوفي محمد پر خلاف دعوا وړاندي کړي.

هغه د فرانس پرس خبري آژآنس ته وويل چي تحقيقات په لاره دي.

د صوبه يي اطلاعاتي چارو وزير، ميان افتخار حسين فرانس پرس ته وويل: « صوفي محمد له خپلو دري زامنو سره وروسته له هغي ونيول شو چي د خپلي منع کړاي شوي ډلي د غونډو مشرتوب يي کاوه»، دغه ډله پخوا دومره زيات د پام وړ نه وه. افتخار حسين يادونه وکړه: د صوفي محمد کړو وړو داسي ښودلي ده چي هغه لا تراوسه د سوات له طالبانو سره اړيکه لري. مونږ څلور ورځي مخکي له هغه سر تماس ونيو او ورته مو وويل چي خپل فعاليتونه ودروي... د کومو فعاليتونو له مخي چي هغه وښودله چي لا ترواسه غواړي خلک ووژل شي».

پاکستان تير کال صوفي محمد له شپږو کلونو قيد څخه وروسته آزاد کړ ترڅو د خپلو هغو زرګونو پلويانو رهبري وکړي چي د افغانستان په دننه کي د امريکا متحده ايالاتو په مشري د نړيوالو سرتيرو پر خلاف وجنګيږي.

که څه هم هيڅکله دا معلومه نه وه چي نوموړي پر خپل زوم، مولانا فضل الله باندي څومره نفوذ لري، دغه بوډا ديني عالم د پاکستان د حکومت او د ملکنډ د ضلعي د طالبانو ترمنځ د يوه اوربند بند و بست وکړ چي د هغه له مخي طالبانو اجازه پيدا کړه تر څو په دغي سيمي کی پر دري مليونو اوسيدونکو باندي شريعت جاري کړي.

په ملکند کي د شريعت جاري کول د مولانا فضل الله د پاڅون اصلي وجه وه.

لومړي اوربند د فبروري په 16 وشو چي په لويديځ کي تر سختو نيوکو لاندي پريوت، خو فضل الله له دي څخه ډه ډه وکړه چي خپله ډله بي وسلي کړي، څرنګه چي حکومت غوښتل.

کله چي وروسته وسلوالو طالبانو له سوات څخه د بونير سيمي ته ورننوتل، هغه سيمه چي د اسلام آباد په سل کيلو متري کي پرته ده، د امریکا متحده ايالاتو پاکستان تر فشار لاندي د اسلام پالو د ټکولو لپاره په پراخو عملياتو لاس پوري کړ.

د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني په همدی مياشت کي وويل چي پوځ « افراطيون» له منځه يوړول او حکومت د 1,9 مليون بي ځايه شوو کډوالو څخه400 زره يي بيرته خپلو سيمو ته واستول.

خو تيت او پرکي غلچي نښتي لا رواني دي، داسي ويره شته چي ښايي طالبان غرو ته ختلي وي او او د موقع په استفادي سره ځانونه بيرته سمبال کړي، هغه څه چي پخوا یی هم کړي دي.

د مولانا صوفي محمد نيول دوه ورځي وروسته له هغي وشو چي حکومت هغه خبرونه رد کړل چي ګواکي د هغه زوم مولانا فضل الله ټپي شوي دي.

فرانس پرس/عبدالباري حکيم

کتونکي: ضياء الحق فضلي