1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پنځمه برخه سيلاب ځپلې ده

۱۳۸۹ مرداد ۳۰, شنبه

د ملگرو ملتونو سر منشي بان کي مون د پاکستان سيلاب د سلو کالو تر ټولو ستره فاجعه بللې او د نړيوالو څخه يې د 460 مليونو ډالرو د مرستو غوښتنه کړېده. دغه سيلاب 20 مليونو اغېزمن کړي او 4 مليونه يې بې کوره کړي دي.

https://p.dw.com/p/Ot4U
انځور: AP

د پاکستان څلور سره ايالتونو د سيلاب څخه اغېزمن سوي دي. په لکونو انسانان چي د خپلو خپلوانو تر څنگ يې خپل کور او د خپل روزگار منابع په سيلاب کي بايللي دي اوس د سرپټي پاکو اوبو او د خواړو د نشته والي د ستونزو سره مخامخ دي. يوازي د پاکستان په کراچي ښار کي د ژغورل سوؤ څلور کيمپونه جوړ کړل سوي دي چي پکښي د گلشن مايمار کېمپ هم شامله دی. دغه کېمپ چي د نورو کيمپونو ښکارندوی دی پکښي 2 زرو انسانانو ته لومړۍ طبي مرسته ورکول سوېده. خو پدغه کېمپ کي صرف څلور ډاکټران په کار بوخت دي. د اړينې طبي درملنې د نشته والي له وجي تر مخه لا پدغه کيمپ کي پنځه ماشومانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی. بچال ظالم د سند ايالت د يوه کلي سره تړاو لري او وايي:

«زما يو ماشوم مړ سو او د کورنۍ څلور غړي مي سخت ناروغه دي. د هغوی خوا گرځي او نس ناسته لري. ما هر څه بايلولي دي. حکومت هيڅ نه کوي. طبي عمله صرف ميعادي مرسته کوي. دوی د مريض سمه درملنه نه کوي.»

Pakistan Flut Katastrophe 2010
انځور: AP

يوه بله ښځه خپلې ستونزې داسي بيانوي:

« هر څه مو بايلول. موږ هيڅ شی نه لرو. د ځان پټولو لپاره يوه ټوټه ټوکر لا ندی راپاته. نه خواړه لرو او نه بل شی.»

يو شمېر سيلابځپلي کسان د مرستو د وېش په طريقه ندي خوښ او دغه د سپکاوي په ډول احساسوي:

« کله چي غذا راورسيږي نو دوی يې موږ ته داسي راغورځوي لکه څوک چي سپيانو ته ډوډۍ اچوي. موږ په ډوډۍ پسي ځغلو خو دوی مو بيا ووهي. د ټولو لپاره غذا کافي نه وي او بعضي خالي لاس پاته سي.»

کارپوهان اټکل کوي چي د سيلاب اصلي منفي پايلي به هغه وخت احساس سي کله چي د اوبو سطحه کښته سي او څرگنده سي چي د سړکونو او پلونو تر څنگ ټوله فصلونه اوبو وړي دي. ښايي د بنسټيزو جوړښتونو بيا رغونه په کلونو کلونو وخت په بر کي ونيسي.

ليکونکی: احمدولي اڅکزی / کشور مصطفی

کتونکی: محمد قاسم نوري