1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په ايتلافي حکومت باندی جوړه

۱۳۸۶ اسفند ۲۰, دوشنبه

اسلام آباد: د پاکستان د پارلماني انتخاباتو گټونکيو گوندونو، د پاکستان د خلکو گوند ppp او مسلم ليگ-ن PML-N د يو ايتلافي حکومت قرارداد لاسليک کړو.

https://p.dw.com/p/DLvt
اصف زرداري او نواز شريف
اصف زرداري او نواز شريفانځور: AP

د پاکستان د خلکو گوند لخوا اصف زرداري، د پخوانۍ صدراعظمې بی نظير بوټو مېړه او د مسلم ليگ لخوا د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شريف پرون اسلام آباد ته نږدې د شريف په ماڼی کې د حکومت په جوړولو موافقې ته ورسيدل او په يو خبري کنفرانس کې يي اعلان وکړ.

دوی د جمهور ريس مشرف څخه وغښتل چې سمدلاسه نوی انتخاب شوي پارلمان غوندې ته راوبلی.
نواز شريف وويل، چې نوې پارلمان به ډير زر د جمهور ريس مشرف لخوا لري شوي قاضيان بيرته په خپلو ډندو وگماري.