1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په ناکراره قبایلي سیمو کې به دیموکراسي غښتلي شي؟

۱۳۹۸ تیر ۲۹, شنبه

د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان په قبایلي سیمو کې چې اوس په خیبر پښتوانخوا ایالت کې ورګډې شوې دي، د لومړي ځل له پاره ایالتي ټاکنې کیږي. د ایالتي پارلمان د ۱۶ څوکیو له پاره ۲۸۵ تنو ځانونه کاندید کړي دي.

https://p.dw.com/p/3MN8V
Wahlkampf im pakistanischen Khber Distrikt nahe der Grenze zu Afghanistan
انځور: DW/F. Khan

د پاکستان په قبایلي سیمو کې نن د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولای ۲۰مه) د لومړي ځل له پاره دیموکراتیکې ټاکنې کیږي او نوې رامنځ ته شوې ولسوالۍ ایالتي پارلمان ته خپل استازي ټاکي.

دغه سیمې چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې موقعیت لري په رسمي توګه د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې قبایلي سیمو (فاټا) په نامه یادیدې. دغه لیرې پرتې غرنۍ سیمو ته د واشنګټن او لویدیځ له لوري په افغانستان کې د اسلامپاله یاغتیوب د زمینې برابرولو د وسیلې او ځای ځايګي په توګه کتل کیږي.

د ۲۰۱۸م کال په می میاشت کې فاټا، یا قبایلي سیمې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې ورګډې شوې او په دې ترتیب د استعماري دورې د حکومتولۍ سخت سیستم ته چې د سرحد د جرایمو مقررات (د اف سي آر)، په نامه یادیده د پای ټکی کیښودل شو.

اوس داسې هیله شته چې په دیموکراتیک سیاسي بهیر کې د دغو سیمو ورګډول به د ثبات په ټینګیدو کې مرسته وکړي.

که څه هم خلک په ټاکنو کې د ګډون کولو لیوالتیا لري، خو د ټاکنو په ترڅ کې د دیموکراتیکي استازولې په برخه کې ستونزې شته.

زیاتره پښتانه د پاکستان په شمال لویدیځ او د افغانستان شمال ختیځ کې میشت دي. په تیره لسیزه کې په پاکستان کې د طالبانو د یاغیتوب او د پاکستان د پوځي عملیاتو په ترڅ کې په لسګونو زره ملکیان وژل شوي او په میلیونو خلک له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي.

Karte Pakistan Parachinar ENG

پښتون ژغورنې ځورځنګ (پي ټي ام) چې د مدني حقونو غورځنګ دی د پښتنو تر منځ له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی او د سیکولار او ليبراله ارزښتونو پلویتوب کوي. خو د پاکستان حکومت او د دغه هیواد ځواکمن پوځ د دغه غورځنګ پر وړاندې سخت چلن کوي.

په می میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د پي ټي ام د احتجاج کوونکو او عسکرو تر منځ په نښته کې چې ۱۳ تنه پکې ووژل شول د دغه غورځنګ د پارلمان دوه غړي ونیول شول. د پاکستان پوځ ادعا کوي چې احتجاج کوونکو لومړی ډزې کړي خو ویدیوي انځورونه ښيي چې احتجاج کوونکي بې وسلې وو.

د دغه له تشدده ډک آخ او ډب وروسته پي ټي ام له سرکوب يا ځپل کېدو سره مخامخ دی. د دغه غورځنګ ډیر شمیر مخکښ کسان نیول شوي او ملاتړ کوونکي یې د حکومت له لوري له فشار سره مخامخ دي.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون وایي چې پي ټي ام، یو راجستر شوی سیاسي ګوند نه دی خو دغه غورځنګ د ټاکنو له پاره کاندیدان راجستر کړي دي. د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین په دې باور دی چې د پاکستان پوځ د هغوی د ځپلو تر شا لاس لري. د پښتون ژغورنې غورځنګ د محکمې پرته یا صحرایي وژنو د ختمولو کمپاین کوي. پر دې سربیره دغه غورځنګ د ځمکني ماینونو د پاکولو غوښتنه کوي او همداشان د ملکیانو پر وړاندې د پوځي زور زیاتي مخالفت کوي.

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ډلې سناتور تیره اوونۍ د سنا په جرګه ګۍ کې په دې انتقاد وکړ چې رسنیو کې دغو ټاکنو ته پوښښ نه ورکول کیږي. سناتور پرویز رشید وویل: «رسنۍ په قبایلي سیمو کې له لومړنيو ټاکنو سره کومه لیوالتیا نه ښيې، په داسې یوه وضعیت کې موږ دا باور نه شو کولی چې ټاکنې به شفافه وي.»

هغه په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه: «د پي ټي ام مشرانو ته په رسینو کې د راڅرګندیدو اجازه نه ورکول کیږي، د هغوی دوه ټاکل شوي مشران محسن داوړ او علي وزیر نیول شوي دي او د هغوی د ملاتړو پر ضد سرکوب ادامه لري.»

ترینګلې فضا

په سیمه کې د ترینګلي امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره د رای اچونې په مرکزونو کې د پوځ حضور پلان شوی دی. خو دغه ګام د اپوزیسیون ګوندونو له سخت مخالفت سره مخامخ شوی کوم چې وایي چې د ټاکنو په پایلو کې به د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند په نفع لاسوهنه وشي.

په سویلي وزیرستان کې د پاکستان د پيپلز ګوند کاندید عمران مخلص وزیر وایي چې دی تیره میاشت وروسته له هغې ونیول شو چې د اپوزیسیون ګوندونو پر وړاندې یې له توپیري چلن څخه یادونه وکړه. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د اپوزیسیون ګوندونو پر وړاندې توپیري چلن کیږي او له خنډونو سره مخامخ دي په داسې حال کې چې له حکومتي ګوند سره مرسته کیږي.»

پخوانی سفیر ایاز وزیر چې له قبایلي سیمو سره تړاو لري له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د سیمې خلک هغه بدلونونه غواړي چې تیر کال د فاټا له ادغامیدو وروسته ورسره د هغې ژمنه شوې وه: «هغوی هغه حقوق نه ترلاسه کوي چې د ادغام وروسته ورسره شوي وو. او د هیڅ ګوند کوم سیاسي مشر د امنیتي ګواښونو له کبله د کمپاین له پاره نه دی راغلی، فضا ترینګلې ده او خلک فکر کوي چې په ټاکنو کې لا ترمخه لاسوهنه شوې.»

د سیاسي چارو شنونکي رحیم الله یوسفزي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې ځینو سیاسي ګوندونو د رای ورکولو په مرکزونو کې د پوځ د حضور په هکله پوښتنې راولاړي کړي دي. د یوسفزي په خبره د امنیتي ګواښونو له کبله انتخاباتي کمپان سخت تر کنترول لاندې وو: «په سیمه کې هیڅ سیاسي فعالیت نه دی تر سترګو شوی.» هغه وایي چې اټکل کیږي چې په ټاکنو کې به د خلکو د ګډون کچه ټیټه وي.

هارون جنجوعه (اسلام آباد)

زموږ له آرشیف څخه: