1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په سيلابځپلو سيمو کي د کولرا ناروغي رامنځ ته شوې ده

۱۳۸۹ مرداد ۲۳, شنبه

په پاکستان کې ډاکتران د سيلابونو په راوتو سره ډېر زيات بوخت دي. په خېمو او کېږديو کې هغوی د سيلاب ځپلو انسانانو درملنه کوي.

https://p.dw.com/p/OndP
سيلابونو د پاکستان درېيمه برخه اغېزمنه کړېدهانځور: AP

د نيزونو يا سيلابونو په سيمه کې سل کلينيکونه وران ويجاړ شوي دي. دارو درمل او طبي سامان آلات هم نشته، خو په تېره بيا د څښاک اوبه ډېرې کمې دي. د نړيوال سره صليب کارکونکی پاسکال کوتات وايي:

«نه يوازې دا چې اوبو ته لاسرسی لږ دی، بلکې پاکې اوبه هيڅ نشته. که موږ ډېر ژر بدلون رانه ولو، نو د هغو وګړو شمېر به ډېر شي چې د سيلاب له ناورين څخه ژوندي نه راوزي. په همدغه شېبه اوس ماشومان مري.»

ملګري ملتونه په تېره بيا د کولرا د ناروغتيا له خپرېدلو څخه وېره لري. يوه پاکستانۍ مېرمن حسينه د خپلو ورځنيو ستونزو په اړه وايي:

«دلته پاکې اوبه نشته. هر څه ناولي دي. په هر ځای کې ماشي دي او رڼا هم نشته. موږ روژه په سم ډول نه شو نيولای. موږ په پيشنمي کې هم اوبه څښو او روژه هم په اوبو ماتوو.»

د پاکستان په شمال لويديځ کې د سوات له درې څخه خبر ورکول کيږي، چې يو تن د کولرا د وجې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

په پاکستان کې سربېره پر دې۳۶۰۰۰ انسانان هم د ناس ناستي په يو جدي ډول اخته دي، چې دغه ناروغتيا هم د مرګ له خطر سره تړلې ده.

ليکونکی: محمد نسيم صابر/شوارڅ

کتونکی: احمدولي اڅکزی