د پاکستان په پارلماني ټاکنو کي د مشرف ګوند سخته ماته خوړلې ده
۱۳۸۶ بهمن ۳۰, سهشنبهاعلان
د غيري رسمي پايلو د مخه د پاکستان د اپوزيسيون دوه لوی ګوندونه. په پارلماني ټاکنو کي په ښکاره ډول مخکي دي.
تر اوسه پوري د ټولو رايو په سلو کي شپېته شمېرل سوي دي. ددې پايلو پر بنسټ د پاکستان د مسلم ليګ د ګوند او د پخوانۍ لومړۍ وزيري بېنظير بوټو ګوندونو تقريبآ مساوي رايي ګټلي دي. د مشرف ګوند،چی په سلو کي دوولس رايي يي ګټلي دي، د يوې سختي ناکامۍ سره مخامخ دی. داسي ښکاري چي هغه اسلاميستي ګوندونو، چي په تيرو پارلماني ټاکنو کي يي لوی برياليتوبونه په نصيب سوي وه ډيره سخته ماته خوړلې ده.