1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان څخه به افغان کډوال په زور نه ایستل کیږي

خلیل الرحمن امید۱۳۹۳ اسفند ۲۳, شنبه

د پاکستاني پولیسو لخواد افغان مهاجرینو تر ځورولو، بندي کولو او شړلو وروسته د افغانستان د مهاجرینو وزیر پاکستان ته سفر وکړ او نن یې په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي چې د کډوالو ستونزي یې هواري کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Equ7
انځور: Reuters/F. Aziz

د ډېورنډ کرښې آخوا تقریبأ درې میلیونه افغان مهاجرین ژوند کوي چې وخت ناوخت د پاکستاني حکومت له خوا ځورل کیږي، محبسو ته اچول کیږي او دتېرو دوو میاشتو راهیسې څه ناڅه ۳۰ زره مهاجرین په زور د ځای پرېښودلو ته اړشوي دي.

په دې وروستیو وختوکې یو واربیا د افغان کډوالو په ځورولو ترهغه وروسته لاس پورې شو ،کله چې د پېښور په یوه نظامي ښونځي کي د وسله والو لخوا بریدو وشو او تر سلو ډېرماشومان پکښي ووژل شول.

څو ورځې دمخه د افغان حکومت په استازيتوب د مهاجرینو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر وکړ. د مهاجرینو وزیر سید حسین عالمي بلخي نن شنبه ( د ۲۰۱۵ کال د مارچ پر ۱۴مه) په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د خپل سفر لاسته راوړنې د رسنیو سره شرېکې کړې.
هغه وویل:« هغوی[ پاکستاني چارواکو] ژمنه وکړه چې هغه ډله کډوال به راجستر کړي چې اسناد نه لري. یوه ګډه کمېټه جوړه شوه او پر هغه پلان به کار وکړي چې تر یوې میاشتي پوري د کډوالو نوم لیکنه پیل شي.»

Afghanistan Flüchtlinge kehren aus Pakistan zurück
انځور: Reuters/F. Aziz

افغان حکومت وايي څو ورځې دمخه چي پاکستان افغان کډوال په جبر ایستل، نو افغان حکومت یې د پالني او ساتني توان نه درلود او داسې کسان یې رااړولي وه، چې څلوېښت فیصدو یې د بېرته راتګ قدرت نه درلودی.

عالمي وویل د افغان حکومت سره دا بیره موجوده وه چې پاکستان حتی راجستر شوي مهاجرین ونه باسي ،خو اوس یې ډاډ حاصل شوی دی او وايي‌چې تر ۹ میاشتو پورې به هیڅ مهاجر په زور و نه ایستل شي.

دی وايي:« زموږ غوښتنه د غیرراجسټر شویو کډوالو په اړه دا وه چې هغوی باید راجسټر او د یوه افغان مهاجر په توګه وپېژندل شي. د دواړو هیوادونو د موافقې له مخې باید افغان غیرراجسټر شوي کډوال نور هلته د جبري ایستنې احساس ونه کړي.»

غزتمنه بیا راګرځېدنه

وروستۍ موافقه چې د افغان او پاکستاني حکومت لخوا شوې ده، پکښي راغلي دي چې تر دې وروسته به هر افغان کډوال په داوطلبانه او غزتمن ډول سره افغانستان ته راوستل کیږي.
په دغه سفر کې پر دې هم موافقه شوې ده چې نور به افغان مهاجرین د افغان دولت د چمتوالي او ظرفیت پر بنسټ راستنیږي.
وزیر وویل:« د پاکستان لوړ پوړو چارواکو دا موافقه کړې ده چې تردې وروسته به افغان کډوال د افغانستان د ظرفیت سره سم راستنیږي، یعني که موږ د میاشتې د لس زره کډوالو د راستنېدو ظرفیت لرو، نو نه باید ۱۱ زره مهاجرین په داوطلبانه توګه هیواد ته راوستل شي.»

دواړو هیوادونو د مهاجرینو د راستنېدو لپاره وخت نه دی ټاکلی، خو عالمي بلخي وايي چې دا داوطلبانه راستنېدنه به څه ناڅه درې کاله وخت ونیسي.

د افغان حکومت بله هیله د پاکستان څخه داده چې نور دې په پاکستان کې افغان مهاجرینو ته په سپکه سترګه نه کتل کیږي او باید د نړیوالو اصولو په پام کې نیولو سره ورسره چلند وشي.

په عین وخت کي په رسنیو کې مخکنیو افغان ډیپلوماټانو او سیاسي کارپوهانو ویلي دي ، چې افغان حکومت، کډوال او ملت باید په ګډو همکاریو سره په افغانستان کې مهاجرینو ته د ژوند کولو زمینه برابره کړي.

په پاکستان کې مخکني افغان ډیپلوماټ احمد سعیدي په همدې اړه دوې ورځي مخکي د رسنیو سره په خبرو کې ویلي ، چې پاکستان پلان لري د خیبر پښتونخوا په ایالت کې شا او خوا دوه سوه مکتبونه وتړي،‌چې په دې سره به افغانان یو وار بیا د تعلیم څخه محروم شي.

د بلي خوا دا وېره هم احساسیږي چې په راستنېدونکو مهاجرینو کې به استخباراتي کړۍ هم افغانستان راشي او د هیواد په دننه کې به د پاکستان لپاره کار کوي.